سوال :-ځنې خلګ دجمعی په شپه په بعضی زیارتونوچراغونه لګوی ددی عمل حکم په شریعت محمدی ﷺ کی څنـــګه دی

سوال :-ځنې خلګ دجمعی په شپه په بعضی زیارتونوچراغونه لګوی ددی عمل حکم په شریعت محمدی ﷺ کی څنـــګه دی
ځواب داعــمل بدعت ده او شریعـت ددغه عمل نه مــنع فرمـــایـــلی ده حضـــرت عبدالله ابن عباس (رض) روایت کوی لعن رســوالله ﷺ زائرات القـــبور والمتخذین علیـها المـــساجد والسرج مشکوة ص ۷۱ یعنی لعنت کړی حضرت نبیﷺ په زیارت کونکوښځو باندی اوپه قبرودجمــــاعت جـــوړونـــکوبـــانـدی اودچراغولګونکوباندی ظاهرخبره ده چی حضرت نبی کریم ﷺ په کوم عمــــل لعنـــت فرمــایلی وی هغه هیڅ وخت جائــــز نشی ګرځیدلای ملاعلی قاری (رح)ددی حـدیـــث په شـرح کی لیکی چی دابیځایه مصرف ده اوضایع کول دمال حرام دی اوبـــل داچه داله اثارودجهنم نه ده ګویاکې ددی قبرتعلق له اوره سره ده اوجهـــــــنمی ده
علامه سیدمحمودالوسی الحنیفی (رح) لیکی
وتجب ازالـــة کل قندیــــل اوســـراج عــــلی قـــبرولایــــجوزوقــــفه ونــــــــذره روح المعانی ج۵ ص ۲۱۹ واجب ده لری کول دهرقندیل اوچراغ چی په قبرباندی وی نه یی وقف صحح ده اونه يي نــذر فتاوی علمګیری لیکې واخرج الشموع الی راس القبورفی اللیالی الاول بدعة ج۵ ص۲۱۹ لګــــول دی شـــمعودی قـــبروســــــروتـــه پـــه اولــــوورځــــــوکی بـــدعــــت ده
حضرت قاضی ثناءالله(رح)لیکې
وانچه برقبوراولیاءعمارتهارفیع بنامیکنندوچـــراغان روشن کننــدوازین هرچه میـکنند حرام است � داچې په قبرونودی اولیاووګنبدی جوړوی اویاچراغونه پری لـــګوی اوددی نه علاوه هرڅه چی زیادت کوی حرام دی همدارنګه داعمل دشوافعواومولـکوپه نزد هم مکروه اوحرام ده حضـــرت امام نووی په شرح مسلم ج ۱ ص ۷۶ کـــــی تصریح پری کړی لهـذا قبـروته شمعی اویـــاچــراغــــونه لګول یوناجــائـــــــزاوبدعت عــمل ده الله تـعالیﷻدی پـــه مسلمانانودجهــالت تیاری رڼاکړی اورب دی په موږدبدعاتوتوری تیاری صباح کړی
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.