سوال :- په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی

سوال :- په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی ایادابه دقران شریف بی ادبې نه وی
ځواب :-په قبرونوپردی پوښونه اچول بدعت اوحرام دی مخته دامسئله په تفصیل سره ذکرشوه چی په قبروله خپلوخــــاورونه ماســـواء نورڅه زیادت کول جائزندی اوسـره له دی چی دااضـــــاعت دی مــــال ده دادقبراحترام نده بیاخاصــــکرهــــغه پوښــــونـــه چی په هغوباندی قرانی ایاتونه نویشته وی دداسی پوښواچولـوپه قبرولالویـــه ګــــناه ده چی په دی کښـــی دی قران بی قدری ده اودقران بی قدری سبب دهلاکت ده . یوعالم شهیدجمعه محمدپه خوب لیدلی ووچی په خوب کی ورته وايي چی زماترپښوقران پـــروت دی دادرلری کړه هغه فرمايي چی زه کله دده قبرته ورغلم دده ترپښوقران نه ووالبته په ده یوپوښ پروت ووچی څلورطرفه پکښی قرانی ایاتونه سورة اخـلاص او ایات الــــکرســـی لیـــکلی وه نوماوویـــل چی بس همدغه قران ده � فقهاووددی عمــل پـــه حـــرامـــوالی تصریح کړی لکه چی علامه شامی (رح)لیکې وفی الاحکام عن الحـــجته تکره الستورعلی القبورج۱ص ۶۶۲په احکام کښی دی له حجت نه چی مکروه دی پردی اچول په قبروباندی دحضرت مولاناعبدالـحی صاحب نـــه سوال وشو قدتعارف فی بــــــلادناانهــــم یلقــون علی قــــــبورالصلحاء ثوبامـــــکتو بافیه ســــــــــــورة الاخلاص هل فیه بـأس قــــال هواستهـــــــانه بالقران ویصر مستعملا متبذلاوابتــــــذال کتاب الله من اسباب عـذاب الله کذافی نصاب الانصــاب نفع المفتی والسائل زمـــونـــــږ په ښـاروکی عــــادت ده چی په قبرونود اولــیأووباندی پوښونـــه اچوی چی په هغه سورت اخلاص هـــم نویشــته وی ایاددی پرواشته اوکه نه ؟ په ځـواب کـــــی لیــــکې دادې قران اهانـــت ده اودا مستعـمل ګرځی او ضایع کیږی اوضایع کــــــول دقران سبــــــــــــب دی عــــــــــــذاب دی الله تـعالی ﷻ ده همدارنــګه په نصاب الانــصاب کی هم دی له دینه علاوه پردی په قبروباندی اچول اضاعت دمال ده اواضاعت دمال حرام ده اوپه دی خبره کی دهیچااختلاف نشته
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.