سوال: د “اِنَّ” او “اَنَّ” ترمنځ څه فرق دی؟

“اِنَّ او اَنَّ” د تأکيد او تحقيق نازک تفاوت — د نحو په ژور بحر کې يوه فکري سپړنه !

يادونه .
فقط د نحوې ګرامر شاګردانو لپاره

سوال: د “اِنَّ” او “اَنَّ” ترمنځ څه فرق دی؟

الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب!

د “اِنَّ” او “اَنَّ” ترمنځ توپیر یوازې نحوي نه، بلکې فکري، بلاغي، او دعوتي مفهوم هم لري. د قرآن کریم د ژبې د اعجاز څخه یو هم دا دی چې هر حرف پکې معنا لري. زده کوونکي، معلمین، او مبلغین باید د دغو ذرو نه غافل نه شي. نحو یو کلید دی، چې د وحی د خزانو دروازې خلاصوي.

قال الله تعالی:﴿إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِأُولِي النُّهَى﴾
بېشکه په دې کې نښې دي د عقل لرونکو لپاره.

د “اِنَّ” (بالکسره) او “اَنَّ” (بالفتحه) دواړه د تاکید او تحقیق لپاره راځي، یعني دا ښيي چې خبر د اسم لپاره یقیناً ثابته ده او پکې شک نشته.

خو دواړه له نحوي اړخه یو له بله فرق لري:
اول: د “اِنَّ” (بالکسره) خاصیت:

دا جُمله په خپل حال پرېږدي، یعني د هغې مدخول (اسم) ته خپلواکي ورکوي.

دا جمله مستقل ګڼي او خپل تاثیر پرې ساتي.

کارېدنه یې داسې ده: کله چې جمله اصلي او مستقل وي، نو هلته “اِنَّ” کارېږي.

مثالونه:

1. وَالعَصرِ اِنَّ الانسانَ لَفِي خُسرٍ

2. اِنَّ اللهَ عَلى كُلِّ شَيْءٍ قَديرٌ

دوهم: د “اَنَّ” (بالفته) خاصیت:

دا جمله د مفرد په حکم کې بدلوي، یعني جمله د بلې جُملې برخه ګرځي.

اکثر وخت د فاعل، مفعول، یا مجرور ځای کې راځي.

دا جمله خپلواکه نه وي، بلکې د بلې جملې تابع وي.

مثالونه:

1. بَلَغَني اَنَّ زيدًا قائمٌ

2. كَرِهتُ اَنَّكَ قائمٌ

3. عَجِبتُ مِن اَنَّ بَكرًا قائمٌ

د “اَنَّ” د استعمال پنځه مشهور ځایونه:

1. د علم او یقین وروسته:
وَاعْلَمُوا اَنَّ اللهَ شَدِيدُ العِقَابِ

2. د ظنّ او شک وروسته:
وظنّوا اَنَّهُم مانِعَتُهُم حُصُونُهُم

3. د منځنۍ جُملې په ډول:
شَهِدَ اللهُ اَنَّهُ لا إلهَ إِلَّا هُو

4. د لولا وروسته:
فَلَوْلا اَنَّهُ كانَ مِنَ المُسَبِّحينَ

5. د لو وروسته:
لَوْ اَنَّ عِندَنا ذِكرًا مِنَ الأَوَّلينَ

د “اِنَّ” د استعمال څلور مشهور ځایونه:

1. د خبر په سر کې:
وَالعَصرِ اِنَّ الانسانَ لَفِي خُسرٍ

2. د کلام ابتدا کې:
اِنَّ اللهَ عَلى كُلِّ شَيْءٍ قَديرٌ

3. د قول او خبر ورکولو وروسته:
قالَ اِنَّهُ يَقولُ اِنَّها بَقَرَةٌ

4. د قسم په ځای کې:
اِنَّ اللهَ لَذُو فَضلٍ عَلَى النَّاسِ

ځینې ځایونه چیرته چې دواړه جواز لري:

1. د اذا مفاجاتیه وروسته

2. د فا جزائیه وروسته

3. د لاجرم وروسته

سوال: آیا “اِنَّ” او “اَنَّ” مخفف کېدای شي؟

ځواب: هو، کله کله یو نون حذف کېږي، او دا “اِنْ” پاتې شي. دا وخت یې کار اِعمال (عامل پاتې کېږي) او اِهْمال (عامل نه پاتې کېږي) دواړه جائز دي.

مثال:
اِنْ جَريرٌ لَشاعِرٌ

سوال: آیا دا حروف همیشه په اسم باندې داخلېږي؟

ځواب: عموماً هو، خو د تخفیف په حالت کې دا د فعل سره هم راځي.

 

مثالونه:

1. اِنْ كانَت لَكَبيرةً

2. اِنْ نَظُنُّكَ لَمِنَ الكافِرِينَ

پدې حالت کې د فعل سره سين، سوف یا قد راځي، تر څو دا له “اَن ناصبه” څخه ممتاز شي.

سوال: که دا حروف مخفف شي، آیا عمل یې باطلېږي؟

ځواب:

د لٰكِنَّ مخفف (لٰكِن) کې عمل باطل کېږي.
مثال: لٰكِن لا تَشعُرونَ

د اِنَّ مخفف کې عمل پاتې کېږي.

د كَاَنَّ مخفف هم کارېږي، اکثر د فعل منفي سره راځي.
مثال: كَاَن لَم يَرَهُ اَحَدٌ

سوال: “اَنَّ زيدٌ كريمٍ” کې خو اسم نه منصوب دی نه خبر مرفوع؟

ځواب: دا خاص نحوي معمّا ده . دلته “اَنَّ” د تأکید حرف نه دی، بلکې ډا د یو ماضي فعل دی، چې معنی یې ده: غږ کول.

“زيدٌ” د “اَنَّ” فاعل دی.

“كريمٍ” کې “ك” حرف جر دی، “ريمٍ” (د هوسۍ د آواز په معنی)چې مجرور دی.

معنی: زید د هوسۍ غوندې غږ او آواز وکړ.

فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.

که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .

 

يادونه!

وټسپ نمبر باندې مشوره تنقيد تجويز باندې زما رهنمايي وکړي.
………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
که شرعي سوالونه لري ځواب لپاره برا وټسپ نمبر باندې مونږه سره شريک کړي

نوټ..
او ضرور ئي شير کړئ مننه .

مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟