سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی په یوټاکلی وخت خیراتونه کوی لـــکه اول ،دریــم ،اووم اوکلـنۍ (تلنه)دشـــریـعت لـــه نګاه ددی عمــــل څه حکم ده ؟

په مړی پسې دخیراتونوشرعې حیثیت

سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی په یوټاکلی وخت خیراتونه کوی لـــکه اول ،دریــم ،اووم اوکلـنۍ (تلنه)دشـــریـعت لـــه نګاه ددی عمــــل څه حکم ده ؟
ځواب : دمړی دپاره دعااستغفار صدقه اوخیرات ورکـول لپاره دی ایصال ثواب جائزده البته ددغواعمالودپاره دی خاصـــوورځوټـــاکل صحیح ندی هوکه یوعاقل بالغ وارث له خپــله مالـــه دی غــــریـــبانـــودپـاره څــه خوراک برابر وی بغیردتعین دوخت نه صحیح ده اوکوم چی تعــین دوخــت ده ددی جوازپه هیڅ یومذهب کی هم نه لیدلکیږی علامه ابن امیرالحاج المالـکی په خـپل کتاب مدخل ج۳ص ۲۷۵ کــــی دی عــــمل تـــه بدعـــت ویلی امام ابن حجرمکی شافعی دی عمل ته بدعت مذمــومـه ویلی فتاوی کبری ج۲ص ۷ج۳ امام موفق الدین حنبلی دی عمل ته مـکروه ویلی مــــغنی ص ۴۱۳ اوداحنافو دعلماوو اقـوال په دی مسئله کی په لندی ډول دی .
ردالمحتادی بزازيي په حواله لیکی
ویــــکره اتخـــاذالطعــام فی الیــــوالاول والثــالث وبعدالاسبــــوع ج۱ص ۶۶۴ او مکروه ده برابرول دی خوراک په اوله ورځ اوپـــه دریـــمه ورځ اوورستـــه له اوومی نه علامه شامی په بل ځای کی لیـــکی یکره الاجتـــماع عــندصاحـــب البیت بــــل اذافرغوامن الدفن فلیتفرقوا � مـــکروه ده جــــمع کیدل په کوردمړی کی بلکی چی کله فـــارغ شی له دفـــن خښولودمړی نه نــوخواره واره دی شی اوپه خپـــلوکارودی مشغول شی .
فتاوی عالمګیری لیکې
ولایباح اتخاذاطعام ثلاثه ایام کـــــــذافی التتارخانیه ج ۱ص۱۷۶ اوندی روابرابرول دی خوراک دری شـــپی دمړی په کورکی همدارنـګه په تاتارخاینه کی دی
حافظ ابن الهمام لیکې
ویکره اتخاذالضیافة من الطعام من اهل المیت لانه شـــــــــــرع فی السرورلافی الشروروهی بدعــــةٌ مستقبحة فتــــــح القدیر ج ۱ص ۴۷۳ مکروه ده تـــیارول دی خوراک له کوره دی مړی نه ځـــــکه چی داپه خوشحالی کی وی نه په غـموکی اودایــــوبــــدعت قبـــــــــــــیحه ده
حضرت ملاعلی قاری (رح)لیکی
بل صح عن جریر(رض) کنانعده من الیناحـة وهوالظاهـــــــــــــــرف ی التحریم قال الغزالی (رح) ویکره الاکل منه قلت هذااذلم یــکن من مال الیتـــــــــــــم والغائب والافهــــو حرم بلاخــــــــــــلاف مرقــــــــــــــــــات ج۱ص ۱۵۱ حضرت جـریر(رض)نه صحیح روایــــت ده چې موږبه دا خوراک په ویورماتم کی شمـــیرول امام قاری (رح)فرمایی چې داحدیث ظــــاهـره ده په حرام والـی ددی عمل کی امام غــــزالی(رح)فرمایی چی خوراک کول له دینه مـــکروه دی مــــلاعـــــلی قـــــاری وای کـراهة هلته ده چی په دی کښی دیتــــیم اوغائب مــــال نوی مصرف شوی اوکه دیتــــیم او اوهغه څـــوک چی مــوجــــودنــــه وی مال مصرف شوی وی بیاداعــــمل اوؤرنــــه خـــورک کول حرام دی
حضرت قاضی ثناءالله په خپل وصیت کی لیکی
بعدمردن من رسوم دنیوی مثل دهم وبستم وششماهی وبـــــــــر سینی هیچ نه کنیدزیراکــــــــــــه رسول ﷺزیاده ازسه روزماتـــــم جائزنداشته اندوحرام ساختـــه اند مالابدمنه ص ۱۶۰ زمـــــــــــادمرګ نه وروســــــــته دنـیوی رســـمونه رواجـــــونــــه مـــکوی لــــکه لســـم، شلــــم اوکلــــــنی تلــنه هــــــــیڅ مـــــکوی ځــــکه چی رســـــــول تردریو ورځــــــــــوزیات غم لمــانځل رواندی بللی بلکی حرام کړی یـی دی . له دینه ماســوازمــوږمــروجــه خیراتونه په نــوروډیــــروقباحتومشـتم ل دی هغه داچی دخیراتونه بلکل دخـــداي ﷻ درضـــااوثواب دپاره نــه وی بلکی درواج اوپښتنوالی په خاطروی ولــی که دغــه ولـــی یاوارث ته ووایي چې دغه روپۍ فلانې مسکین اویافلانۍ مدرســـې ته پټې ورکړه په دې کـښې به ستاثواب زیات وی اوستامرده ته به يي زیاتـــه فائده رسـیږې نوهـغه دې خبرې ته تیارنده کومه چی موږتجربه کړی ده اوبــل داچــــه که یوډیرغـریب وارث وی هم خودی به پخپل مرده پسې ضرورخیرات کوی دنوم اوپښــــتو په خاطرولوکه روپۍ په قرضه اویاپه سودورته اخــلې هم اوکـه خپل اهــــل اوعیـال اولادپـــه وچـــه مـــړی کښیــنوې هم اوبــل داچــــه په دی خیراتوکی اکـثر دخپلوانواودوستانواشنایانو حصه وی دی مسکینانوچنـدان لحــاظ نه پکښې کـیږې لهذاداعـمل دهغــه مثال مصداق ګرځې چي واېي- هندوستړی خداي ﷻ ناراضه � بالاخیره په مونږ لازمــــه ده چی مســلمانان پوه کړی اوپه دینې معاملاتوکی اومصارفو کی ورته شرعې طریقه وښېې اوخپله وجیبه اومسئولیـت له غاړې لرې کړو

  ( توضيح سنت فی ردالبدعت ) کتاب دوهم باب ( دجنازی اومیت مسائل )  
 A.G.RAYYAN
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.