سوال :-دپښتنورواج ده چی دخپل منځی دښمنی ختمولولپاره چی دمړی پوريي پری باندی وی په بـدله کی ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟

سوال :-دپښتنورواج ده چی دخپل منځی دښمنی ختمولولپاره هغه مقابـل لوری ته چی دمړی پوريي پری باندی وی دغه بل مقابل دهغه مړی په بـدله کی ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟
ځواب :- داداسې نارواعمل اولــــوی ظــلم ده چی پــــه تمــــام جهـان کی يــي ساری نه لیدل کیږی بلکی دجاهلیت په زمانه دمشرکانوپه اعمالوکی چی دښځو متعـــــلق يي ډیــــــرزیات دانـــــسانیت خـــلاف ظلـــمونه کول هم کوم اثرنه لیدل کیږی چونکی داپه اصل کی دحورو انســانانوخرڅـــول دی چـی په شریعت کی ډیر سخت حـرام دی دحوروانسانانودخرڅوونکوســــــره الله تعالی دجهنم وعده کړیده الله تعالیﷻ انســــان بیـــــا مسلمان ډیرغزتمــــند پیـــــداکړیده لکه چی الله تعالیﷻ فرمايي ولقــــــدکرمنابـــــــنی ادم لهذا دهغو درجه له چارپایانو سره بــرابــرول دقران اوحدیث اوعقل سلیـــم خــــــــلاف ده اوبـــل په دی عـمل سره د دغې ښځې ټول عمربرباد شی ددغی ښځی رضایت هم ختـم شی اومــــهريي هــــم له منـــځه ولاړشی اودادخــداي پاک ددی ایـــات خــلاف ده .واحل لکم ما وراء ذالکم ان تبتغواباموالکم الخ یعنی حلال دی تـاسولره ددینه ماسواء چی طلب يي کړی په بدله دمهرکی یعنی الله تعالیﷻ فرمايي چی تاسوله نوروپردیوښځوسره نکاح کولای شی دهغونه ماسواء کوم چی مونږحرام کړیدی خوپه بدله دمهرکی ورسره نکاح کولای شی لهذاداعمـل دقـــران او حــــدیث خــــلاف ده اودخـــپل قریب سره داسې ظلم کول ډیره بې رحمی ده الله تعالیﷻ دی مسلمانان دداسی ناوړه رواجونونه خلاص کـړی
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.