جواب : داسي خلك موږته يو اځي اتلس كسان معلوم شوي دي . چه هغه په ترتيب سره دادي ۱: اسودعنسى دنبوت دعوه وكړله داپه صنعايمن كي تيرشو ى دى .او فيرو زديلمي قتل كړى دى ۲ مسيلمه كذاب په يما مه كي تير شوى دى . چه دا حضرت وحشي بن حرب قتل كړى دى ۳: طليحه اسدى هم دنبود دعو ه كړي ده . دايو كاهن و . دبنى اسرائيلو ځينو قبيلو په ده باندي ايمان راوړ . خو وروسته دحضرت عمر صلی الله علیه وسلم په لاس باندي يي بيعت وكړ او مسلمان شو ۴: سبحاح بنت احارث )چه دبن تعلب قبيلي وه ( دنبوت دعوه كړي وه .اودي پخپل قوم باندي پنځه وخته لمو نځ باقي ساتلي و )[1](
دي دمسيلمه كذاب سره واده كړى و سبحاح دنكاح نه وروسته مسيلمه سره دريو ورځو پوري وه :له چه خپل قوم ته راغله نو قوم دنكا ح دمهر په باره كې سوال ورڅخه وكړه . اوورته يي وويل چه دمهر نه پرته خو نكاح نه كيږ ي . په دي باندي سبحاح مسيلمه ته ورغله . نو مسيلمه ورته وويل چه ماستا په مهر كي ستا دجما عت لپاره دو ه لمو نځو نه دما سختن او سحر معاف كړي دي )[2]( خو داښځه وروسته دحضرت معاويه t په زما نه كي په اسلام مشرفه شوي وه ۵: مختار هم دنبوت دعوه كړي وه . اودادعبدالله بن زبير صلی الله علیه وسلم په زمانه كي تيرشوى دى
۶: متنبى شاعرهم دنبوت دعوه كړي وه ، خو وروسته يي توبه ايستلي وه ۷: بهبو ده هم دنبوت دعوه كړي وه دادخليفه معتمد با لله په زمانه كي تيرشوى دى ۸: اكرويه القرمطى داد مكتفى بالله په زمانه كي تير شوى دى . ده حجر اسود هم پټ كړى و ۹: په نواح نها وند ) نهاوند كلو ( كي هم يوسړي دنبوت دعوه كړي وه ۱۰: په ملك يمن كي يو سړى تيرشوى دى چه هغه خپل نوم )لا( ديښودلى و . هغه بۀ ويل چه نبى كريم ﷺ زما په باره كې دابشارت وركړى دى . چه )لانبى بعدى ( يعني ( )لا(
بۀ زمان وروسته نبى وي ۱۱: يوي بلي ښځي هم دنبود دعوه كړي وه هغي بۀ ويل چه نبى كريم ﷺ لانبى بعدى ( فرمايلي دي . خو )لانبية بعدى ( يي نه دي ويلي يعني داحديث دسړو په باره كې دى دښځو په حق كي نه دى . دهغوى نه وروسته ښځه نبئه )پيعمبره ( كيداى شي ۱۲: يو يهو دي په بيت المقدس كي دمسيح كيدو دعوه كړي وه . خو كله چه دى ګرفتارشو او ښه وهل يي وخوړل . نو تو بۀ يي وښ:له اومسلما ن شو ۱۳: اسحاق اخرس په بصره كي تير شوى دى په ده باندي دبصري اوعمان خلكو اسلام راوړى و ۱۴: فارس بن يحيى ساباطى هم نبو ت دعوه كړي وه دادمصرپه سيس ښاركي تيرشوى دى ۱۵: ديوي وزي پټونكى )غل( هم نبود دعوه كړي وه په اصل كي دى جادوګرو . چه ده به دحضرت موسى عليه السلام په شان يو ه امساء ساتله اودجادوپه ذريعه به يي دامسانه اژدها جوړوله ۱۶: عبدالله بن ميمو ن دخليفه ما مون په زمانه كي دنبوت دعوه كړي وه مارن هغه په قيد كي بند كړ .اوهم په قيدكي مړشو ۱۷: غازانى جادوګرهم دنبوت دعوه كړي وه ۱۸: مرزاغلام احمد قادياني ) ۱۴۰۰( هــ په پيل كي دنبوت دعوه كړي وه . چه دهغه متبعين نن هم خلكو ته دمال اودولت طمعه وركوي . اوګمراه كوي يي )[3](
[1] – تاريخ السلام ،ص ۲۷۳
[2] – تاريخ السلام ، ص ۲۷۴
[3] – ترمذى شريف مترجم ، ص ۸۴۰ ازمو لانا بدبع الزمان