سوال :-بعضی خلګ قبرونوته ورځی اوطواف پری کوی (پـری راګرزی)په شــریعت کی ددی عمل څه حکم ده ؟

سوال :-بعضی خلګ قبرونوته ورځی اوطواف پری کوی (پـری راګرزی)په شــریعت کی ددی عمل څه حکم ده ؟
ځواب په قبرونوطواف کول ډیرسخت نارواعمل ده طواف دکعبی شــریفی نه ماسوء بل هیڅ ځای ثابت نده اوداپه حقیقت کی دیهودونصراي ووعمل دی حضرت نبی ﷺ په دی هــــــکله داســـی فرمايي لعن الله الیهودو النصاری اتخذواقبورانبیائهم مساجد مشـــکوة ص۶۹ لعنت کړی الله تعالی ﷻپه یهودو اونصاری ووچی دپیغمبرانولــــه قبروڅخه يي مسجدونه جوړکړی یــهودو
اونصاری وودقبروسره ډیرزیاتي کاوه هغه ته يي سجدی لګولی اوپه هـغه به يـــــي طوافونه کول چی ددوی په هکله حضرت پیغمبر ﷺ پورتنی حــدیث ذکرکړخوبدبختانــه چی نــــن دکفارومشرکانوډیرعادتونه مسلمانوخپــــل کړی دی اوکه څوک ورته وايي چی داخـلاف دشریــعت ده نوورته وايي چی موږته تراوسه چاندی ویلی چی دی زیارتومتعلق دااعــمال ناجائزدی نوته نه يي مګروهابی يي چی داجهل مرکب ده . حضرت قاضی ثناءالله حنیفی ددی عمل په هکله داسی لیکی ولایجوزمایفعـــــــــله الجهال بقـبورالاولیـاوالشـــهداء من السجودو الـــــــــطواف حولها واتخاذالـــسرج والمـــــساجد الیهاومن الاجتــــــماع بعـــــد الحول کالاعــــیادویســــمون عرساً تفسیرمظهرج۲ ص۶۵هـــکذفی ارشادالطالبین ص ۸۱ومالابدمنه ص۸۸ ندې جائزهغه فعلونه چی جاهـــلان يي کـوی په قــــبرو داولـــیاوواو شـــهداوو باندی چی هغه سجده کـــول دی اودی هغـه اردګرددطـواف کـول او چراغونه لګول ا ومسجدونه جوړول اوهـــرکال بعدهلته دمیلودپاره جمع کــــیدل چی عرس يي بولې داهــرڅـــه نــاجــــائزدی
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.