سعودي حکومت:دپاکستاني ښځینه حاجیانو لپاره عبایي لازمي ده

دپاکستاني ښځینه حاجیانو لپاره عبایي لازمي ده
دسعودي حکومت دخاص فرمان له مخي ټولی پاکستاني ښځینه حاجیاني سږ کال دخاصو عبایو له اغوستلو څخه بغیر حج نه شي اداکولای.
دسعودي حکومت له لوري دپاکستان ملکي هوانوردي شرکت ته خبرورکول شوی دي، چي ټولي هغه ښځینه حاجیاني چي دحج دمراسمو لپاره انتخاب شوی خاصي عبایی یی نه وي په تن په الوتکو کی دسفرکولو اجازه ورنکړي.
سرچیني وایی سعودي چارواکو خبرورکړی دي، وایی هرهغه ملکی اوشخصي هوایی شرکت چي پاکستاني ښځینه حاجیاني بغیرله عبایی(برقي) څخه سعودی عرب ته لیږدوي ۵۰۰۰ زره سعودي ریاله به جرمانه شي، اوله دی سره سره به یی دحاجیانو دوړولو اوراوړلو خدمت هم معطله شي.
دغه قدم له هغه څخه وروسته واخیستل شو، کله چی تیره ورځ  په یوه پاکستاني پرواز کی ښځینه حاجیاني له عبایاوو (برقو) څخه بغیر وسعودي عرب ته لیږدول شوی وي، سعودی چارواکو په کلکه له پاکستاني حکومت څخه غوښتی دي چي دښځینه حاجیانو لپاره دحج دمراسمو دخاصو جامو ددرلودلو اوپه تن کولو باندي سخت ټیګاروکړي.
بخت الرحمن بخت     
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.