سر تور سر لمونځ کول څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
ډیر خوشاله شوم چی زما مخکنی پوښتونو ته مو ځوابونه راکړل او ډیر د خوشالی ځای دی چی لوستونکو به ور څخه ډیره ګټه اخستی وی نو یوه پوښتنه بله لرم که مهربانی وکړی د ګرانو لوستونکو سره یی ځواب شریک کړی
د پګړی او یا خولی په سر کول څنګه دی ایا دا سنت دی او که د پښتنو دود دی؟
او هم په عادی وختونو کی سرتور ګرځیدل او صرف د لمونځ په وخت کی د خولی په سرکول څنګه دی؟
سرتور لمونځ کول څنګه دی مکروه دی او که څنګه؟
خو ځنی مولوی صاحبان وای چی څرنګه په عادی حالاتو کی ګرځی نو همداسی لمونځ هم کوه که سرتور ګرځی سرتور لمونځ کوه او که پټ سر ګرځی نو پټ سر لمونځ کوه که مهربانی وکړی د ګرانو لوستونکو سره یی ځواب شریک کړی.
په درناوی

حليم الله

لنګوټه ټړل سنت دي .

خولۍ په سر کول له جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ثابته ده .

سر تور سر لمونځ کول څه حکم لري ؟

تواضعاً او خشوعاً سرتور سر لمونځ کول جايز دی څه کراهيت نه لري او که د بې پروائی او لا ابالی د وجې نه وي نو کراهيت سره لمونځ جايز دی (ثواب يې کميږي )

کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۸۰

و صلاته حاسراً أی کاشفاً رأسه للتکاسل ولا بأس به للتذلل وأما للاهانة بها فکفر …. الخ (التنوير وشرح ۱/ ۶۴۱ ) .

واضح خبره ده چې د نن عصر سرتور سر د عاجزۍ او خشوع له امله نه دی بلکي يو عصريت او فيشن دی .

د لمانځه نه بهر ګرځيدل او لمونځ کول فرق لري د لمونځ کولو په حالت کې سړی د الله تعالی په حضور کې ولاړ وي چې بايد ښي او پاکې جامې واغوندې قوله تعالی : [يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ] [اعراف:31]

ای د آدم اولاده ! اخلﺉ خپل ښايست د هر لمانځه په وخت کې

له دې آيت څخه په لمانځه کې د ستر پټوالی او د وس او توان مطابق د ښو او پاکو جامو غوره والی ثابتيږي .

علماء البدالحرام ليکي : د غوره زينت نه مطلب هغه لباس دی کوم چې په خلکو او ټولنه کې د احترام وړ وي ، په اسلامې ټولنو کې پټ سر د احترام وړ دی .

نو مسلمان بايد حد اقل د لمانځه د ادا په وخت پټ ووسي .

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟