سحر او نظر حق دي

د اهل سنت و الجماعت په نزد د معتزله پر خلاف سحر او نظر دواړه حق دي .

په دليل د قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي : «العين حق» (رواه احمد و شيخان ) .

يعنې : د سترګو نظر حق دی .

او فرمايي : «ان العين لتدخل الرجل القبر ، و الجمل القدر » (ابوداود او ابن ماجه ) .

يعنې : او يقيناً د سترګو نظر سړی قبر ته رسوي او اوښ قدر ته .

او فرمايي : «ان السحر حق » (يقيناً سحر حق دی ) .

په دليل د دغه قول د الله تعالی چې فرمايي : و ما انزل علی الملکين (البقرة ۱۰۲ ) ، و قوله تعالی : و من شر النفثت فی العقد (الفلق ) .

(شرح فقه اکبر / ملا علي قاري ص ۴۰۸ ) .

الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب قرآنکريم کې د سحر په اړه داسې ارشاد فرمائي :

[وَاتَّبَعُواْ مَا تَتْلُواْ الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ] (البقره ۱۰۲ ).

ژباړه: او د هغه څه متابعت يې پيل کړ چې شيطانانو به د سليمان عليه السلام د پاچاهی (په زمانه کې ) لوستل ،دا په داسې حال کې چې سليمان د کفر لاره نه وه غوره کړی ،بلکې په خپله دا شيطانان کافران شوی وو ،خلکو ته يې جادو اوهغه څه ورښودل چې د بابل په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوی وو ،(دی ملائکو) به هيچا ته څه تعليم نه ورکاوو مګر دا چې ورته ويل به يې مونږ (خو د يوه ) امتحان (لپاره راغلي ) یو، نو ته مه کافر کيږه .

هاروت او ماروت د بابل په دروازه کې دوې ملائکې وې چې الله سبحانه وتعالی د انسانانو د امتحان لپاره راليږلې وې هغوی به خلکو ته ويل مونږ خو د امتحان (لپاره راغلی ) یو، نو تاسی مه کافر کيږي . او هغوی خلکو ته د سحر خطرناکې پايلې بيانولې .

د سحر او نظر علائم :

د سحر ، نظر او پيرياني کس علايم تقريباً مشابح دي خو د سحر او جادو څو علائم په لاندې ډول دي :
۱- کور ته د ننوتلو په وخت کې سخت په تنګتوب.
۲- بغير له کوم سبب څخه ژړا او يا خندا .
۳ – د ذکر او عبادت څخه کرکه کول .
۴- قولنج او د خېټي هميشنۍ درد .
۴- بغير له کوم سبب څخه د ميړه يا د ښځې څخه شديده کرکه کول .
۵ – د سحر له آيتونو څخه متأثير کيدل .
د ساحر او جادو ګر علائم :
۱- ساحر اوکاهن د مريض او د مريض د مور د نوم پوښتنه کوي .
۲- د مريض څخه ځينی نښې نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور .
۳- د يو حيوان په خاصو صفاتو ذبحه کول غواړي او د حيوان د ځنو برخو ګډول له وينی سره .
۴- په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .
۵- يو شی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي .
۶- د خاصو وسايلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول .
۷- د فسق علايم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګند معلوميږی تقوی به له سره نلري يو فاسق انسان به وي .
(من موقع الاسلام سوال جواب)
د سحر او کوډو علاج :
د کډو او سحر علاج په ساحر او کوډګر باندې حرام دی ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې د سحر علاج په سحر باندې جايز دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ور ته وفرمايل «هُوَ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ » (رواه أبو داود -۳۸۶۸) .

يعنې: دا د شيطان عمل دی ( داسې کول جايز نه دي) .
بلکي د سحر علاج به په قرآنکريم او شرعي اذکارو سره کيږي .
علماء کرامو د قرانکريم لاندې آيتونه ښودلې دي چې هغه به په مريض باندې دم او يا په ابو باندې دم کړ شي او هغه اوبه به مريض ته ورڅښل کيږي .
۱- د فاتحه د سورت لوستل.
۲- آية الکرسي لوستل.
۳- د اعراف د سورة دغه آيتونه [قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِآيَةٍ فَأْتِ بِهَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ * فَأَلْقَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ * وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاء لِلنَّاظِرِينَ * قَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَـذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ * يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ * قَالُواْ أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِي الْمَدَآئِنِ حَاشِرِينَ * يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ * وَجَاء السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالْواْ إِنَّ لَنَا لأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ * قَالَ نَعَمْ وَإَنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ * قَالُواْ يَا مُوسَى إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ نَحْنُ الْمُلْقِينَ * قَالَ أَلْقُوْاْ فَلَمَّا أَلْقَوْاْ سَحَرُواْ أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ * وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ * فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ * فَغُلِبُواْ هُنَالِكَ وَانقَلَبُواْ صَاغِرِينَ * وَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ * قَالُواْ آمَنَّا بِرِبِّ الْعَالَمِينَ * رَبِّ مُوسَى وَهَارُونَ] (اعراف ۱۰۶-۱۲۲) .
۴- د يونس د سورت دغه آيتونه : [وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُونِي بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ * فَلَمَّا جَاء السَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَى أَلْقُواْ مَا أَنتُم مُّلْقُونَ * فَلَمَّا أَلْقَواْ قَالَ مُوسَى مَا جِئْتُم بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللّهَ لاَ يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ * وَيُحِقُّ اللّهُ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ] (يونس ۷۹-۸۲) .
۵- د طه د سورت دغه آيتونه [فَأَجْمِعُوا كَيْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوا صَفًّا وَقَدْ أَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلَى * قَالُوا يَا مُوسَى إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَى * قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى * فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُّوسَى * قُلْنَا لاَ تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ الأَعْلَى * وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلاَ يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى] (طه :۶۵-۶۹) .
۶- سوره اخلاص (قل هو الله ) او معوذتين دری ځله لوستل .
خپله مريض يې هم پر خپل ځان دم کولای شي ، او که يو صالح عالم ته ورشي ډير به ښه وي ، لکن ددې آيتونو په تلاوت کې اخلاص او يقين ضرور دی .
ساحر او کاهن ته ورتلل حرام دي :

ساحرو کوډګرو کاهينانو،پال بينو اوغيب ويونکو ته ورتګ شرعاً حرام دی.

په دې باره کې په سنتو کې سخت وعيدونه ذکر شوی دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً (رواه المسلم) .

ژباړه : څوک چې عرافی ( هغه کس چې غلا شوی مال معلوموي او يا د غيبو دعوی کوي ) ته ورشي او د يو شي په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړي او هغه رښتيا و بولي د څلويښتو ورځو لمونځ نه قبليږي .

او همدارنګه فرمايي : «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم» (رواه احمد) .

ژباړه: هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوي) ته ورشي او د هغه خبرې رښتيا وګڼې داکس په هغه څه کافر شو کوم چه په محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوي .

د کاهن د خبرو تصديق او منل کفر دی .

ملا علي قاري په شرح فقه اکبر کې ليکي :

و منها : ان تصديق الکاهن و المنجم بما يخبر من الغيب کفر ، لقوله سبحانه وتعالی : [قُل لاَّ يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ الْغَيْبَ إِلاَّ اللَّهُ ..] (النمل :۶۵ ) .

و لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»

(شرح فقه اکبر / ملا علی قاري ص ۴۱۶ ) .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دعوت نیوز.کام رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. جزاکم الله خیراً

د دعوت نیوز) بانکي پتهDN Bank AC # 00105100585219:)
د واټس آپ WhatsApp: +93747162162 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat News.com Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DN Bank AC # 00105100585219
WhatsApp: +93747162162

…………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬

🌐www.dawatnews.com

…………………………………………………………………………………………………………

لاتنسونا عن صالح دعائکم

اخوکم في الله ابوأحمد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟