زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل


اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
امید دی چی  دروغ صحت خاونداوسی
.
زه یو سوال د زکات په باره کی لرم امید دی چی راته یی جواب کړی

زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل چی زه ۱۱ تولی سرزر لرم  چی دزکات نصب پری تیر شی مطلب یو کال پری اوختی دی پدکی هغه باید څومره روپی زکات وباسی چی دلته جلال اباد کی دیوی تولی سرزرو قیمت (51000) کلداری دی ؟
او بله دا چی ایا دغه د زکات پیسی د اوس وخت مجاهدینو ته وکول جواز لری او کنه؟

ستاسو د جواب په طمع
نقیب الله حقمل هډه وال

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم
زکات 
 زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه ډير يواهم عبادت دی په قرآنکرېم کې ډير ځايه لمونځ او زکات يو ځای ذکر شوي . چه دغه دواړه عبادتونه د ټول دين ترجمانی کوي ، په بدنی عباداتو کې لمونځ د ټول دين نمايندګي کوي او په مالي عباداتو کې زکات د ټول دين نمايندګي کوي .
زکات په ټولنه کې د بی وزلی او فقر پر وړاندې تر ټولو غوره وسيله ده ، د زکاة په اداء سره په کور ، کلي ، ولس او هيواد باندې الهې  رحمتونه او برکتونه نازليږي ځکه په کوم قوم کې چه رحم ،زړه سوی او يو له بله کومک او خواخوږي وي نو پر هغه قوم باندې هم الله جل جلا له  خپل رحمتونه نازلوي له بلا او آفاتو يی ساتي .
په کوم قوم کې چه زکات نه وي پر هغه به هميشه لوږه او فقر حاکم وي ډول ډول آفات به ور باندې راځي .
دزکات حکم :
زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه پر مسلمانانو نر او ښځه فرض دی .
په قرآنکريم تر ۸۰ زيات ايتونو کې زکات له لمانځه سره پيوسته ذکر شوی دی .
الله جل جلا له  فرمايي : وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ ( البقره ۴۳ ).
لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او رکوع کوئ سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو سره) .
وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور ۵۶ ) .
او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او د رسول پيروي وکړئ ، هيله چې پر تاسې رحم وشي .
——————————
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد کله چې زر د زکات نصاب ته ورسيږي هغه که د استعمال د پاره وي او که د استعمال د پاره نه وي په دواړو ډولو کې زکات واجب دي ځکه په دواړو حالاتو کې کنز بلل کيږي او د نورو فقهاؤ رايه دا ده چې هغه زيورات چې د استعمال د پاره وي په هغه کې زکات نشته ځکه هغه د جامی شکل لري .
مګر د نړۍ سترو معتبرو علمي منابعو لکه د (حرمين شرفين د علماؤ فتاوي 100/14 )  – (علماء اللجنة الدائمه ) – او (الشبكة اسلامية فتاوي رقم 2870) د امام صاحب قول ته ترجيح ورکړی او لاندې احاديث يې د دليل په تو ګه ذکر کړی دي
د هفه زيوراتو چې استعمال د پاره وي د زکات د وجوب دلايل :
عبدالله بن عمرو بن عاصرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ روایت کوي: «أَنَّ امْرَأَةً أَتَتْ  رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  وَمَعَهَا ابْنَةٌ لَهَا وَفِي يَدِ ابْنَتِهَا مَسَكَتَانِ غَلِيظَتَانِ مِنْ ذَهَبٍ فَقَالَ لَهَا: أَتُعْطِينَ زَكَاةَ هَذَا؟ قَالَتْ: لَا قَالَ: أَيَسُرُّكِ أَنْ يُسَوِّرَكِ اللَّهُ بِهِمَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ سِوَارَيْنِ مِنْ نَارٍ؟! قَالَ فَخَلَعَتْهُمَا فَأَلْقَتْهُمَا إِلَى النَّبِيِّصَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَوَقَالَتْ: هُمَا لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَلِرَسُولِهِ»[3]
‹‹ يوه ښځه د خپلې لور سره د جناب نبی اکرم حضور ته راغله د نجلی په لاس کې د سرو زرو يا طلا بنګړي وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وويل : ايا ددې بنګړيو زکات ور کوې ؟ ويې ويل : نه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : آيا ته دا خوښوي چې د قيامت په ورځ الله تعالی تا ته د اور بنګړې در واغوندي ؟ (عبدالله بن عمر ) وايي نجلۍ بنګړي له خپلو لاسونو ويستل او پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته يې پيش کړل او ويې ويل : دا دې د الله او د هغه د رسول وي ›› .
امّ سلمه رضی الله عنها وايي:« كُنْتُ أَلْبَسُ أَوْضَاحًا مِنْ ذَهَبٍ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَكَنْزٌ هُوَ؟ فَقَالَ: مَا بَلَغَ أَنْ تُؤَدَّى زَكَاتُهُ فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ»[4]:
‹‹ ما به د سرو زرو يا طلا زيورات اچول له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې ايا دا هم په حکم د کنز دي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هر هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ادا شي هغه کنز نه دی ››.
هغه کنز چې د توبې په سورت کې د هغه په اړه سخت وعيد ذکر شوی دی (وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ )
په دې اړه نور صحيح احاديث هم شته .
———————
د زکات د پاره د مستعملې طلا يا سرو زرو نرخ په نظر کې نيول کيږي نه د نويې طلا يعنې 1700 افغانې .
مثلاً که څوک 85 ګرامه سره زر ولري او استمال شويو سرو زرو قيمت فرضاً 1700 افغانۍ وي نو د زکات اندازه يې مساوي کيږي په :
85X 1700= 144500X2.5% = 3612
OR 85X1700= 144500/40 = 3612
3612 افغانۍ د زکات اندازه شوه .
إن بلغت نصابا وهو 85 جراما ، فتجب فيها الزكاة ، وطريقة زكاتها : أن تقوّم بسعر يوم الزكاة بقطع النظر عن السعر الذي اشتريت به ، ثم تخرج زكاتها .
والمقصود بسعر يوم الزكاة : هو سعر هذا الذهب المستعمل ، الذي يمكنك أن تبيعه به ، لا سعر الذهب الجديد . (موقع السلام السوال وجواب )
—————————–
دزکات مستحقين ( زکات چاته ورکړشی يا د زکات د مصرف ځايونه )
دزکات دمستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی حکم کړی دی .
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ( التوبه ۶۰ ) .
بيشکه همدا خبره ده چه صدقی ( زکات صرفيږی ) لپاره د فقيرانو ،مسکينانو ،عاملانو (دزکات را ټولولو مامورين )  او مؤلفة قلوب  ( چه د هغوی زړونه په لاس راوړل مطلب وی )  او (صرفيږی)  په ( خلاصولو ) د غاړو ( د بنديانو او مريان ) او پوروړو او ( صرفيږی ) په لاره د خدای ج کی او مسافر چه مال ورسره نه وی ( مقرر کړی ده دغه ) فريضه ( زکات ) له ( جانبه ) د الله ( دغه مصارفو لره ) او الله په هر څه ښه پوه او دحکمت واله دی .
۱- فقراء : د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره
کيږي او نۀ ورسره دومره مال يا دولت  وي چه پخپله پری زکات فرض وي  .
۲- مساکين : هغه تش لاسی خلک دي  چه د نفقی لپاره څه نه لري که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوي خو بيا هم څه ورباندی نه کيږي ، يا معيوب شوی وي يا ناروغه وي   چه د کسب کار توان يی له لاسه ورکړی وي .
۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان دا خلک که څه هم مالداره وي  بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شي  .
۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوی وی ، او د دوی زړه لاس ته راوړل مطلب وي  .
۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کې  راغلی وي  ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .
۶- غارمين : کوم خلک چه داسې  پوروړی يا په څه وجه تاوانی شوي  وي   چه دقرض د ادا کولو توان ونه لری دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .
۷- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج  د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوي ، دعوت کوي اويا پر بله طريقه يې  د دين نصرت ته ملا تړلی وي   د زکات مستحقين دی .
۸- ابن سبيل : که کوم مسافر وي  چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وی که څه  هم  په خپل کور کی مالدار  وي   د زکات مستحق دی .
——————————-

د سپينو او سرو زرو زکات  :
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :.. من كل أربعين درهما درهم وليس عليكم شيء حتى تتم مائتي درهم فإذا كانت مائتي درهم ففيها خمسة دراهم (رواه الترمذی وابوداود ).
پس اداء کړی زکات د سپينو رزو د هر څلويښت درهمو نه يو درهم – اود 199 درهمو پوری هيڅ واجب نه دی او کله چه 200 دوه سوه پوره شې نو په هغه کې  پنځه درهم زکات واجب دی .
امّ سلمه رضی الله عنها وايي:« كُنْتُ أَلْبَسُ أَوْضَاحًا مِنْ ذَهَبٍ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَكَنْزٌ هُوَ؟ فَقَالَ: مَا بَلَغَ أَنْ تُؤَدَّى زَكَاتُهُ فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ»[ ابوداود (1564)، دارقطنی (2/105) .
( ما به د سرو زرو يا طلا زيورات اچول له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې ايا دا هم په حکم د کنز کې دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هر هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ادا شي هغه کنز نه دی ).
د سرو او سپينو زرو نصاب :
دسپينو زرو زکات  دوه سوه 200  شرعی درهم دی  ، او دسرو زرو نصاب 20  طلايی مثقاله دی
داچه درهم او مثقال د ګرام له رويه  څرنګه حساب شي د نوی عصر علماؤ مثقال او درهم د ګرام له رويه څيړلی چې په دې اړه مو د نړي د علماؤ معتبر کتابونه ولوستل مګر دهغوی په اندازو کې څه اختلاف موجود ؤ په دې اړه د عربستان علماؤ تحقيق کړي چې بالکل د اعتبار وړ دی ځکه يو خو دا چې د هيواد د علماؤ پر سطح تحقيق دی او بل دا چې دا سکې په پخوا وخت کې په همدې هيواد کې مروجي وي .
ونصاب الذهب والعملات الذهبية هو ‏(‏‏20‏‏)‏ عشرون مثقالا وتعادل ‏(‏‏85‏‏)‏ جراما من الذهب الخالص ‏(‏والمثقال يعادل ‏4.25‏ جراما‏)‏”
ونصاب الفضة والعملات الفضية ‏(‏‏200‏‏)‏ مائتا درهم, وتعادل ‏(‏‏595‏‏)‏ جراما من الفضة الخالصة ‏(‏والدرهم يعادل ‏2.975‏ جراما‏) (وزارة الأوقاف و الدعوة والأرشاد – مملکة السعودية ) .
يعنې د سرو زرو نصاب (‏‏20‏‏) مثقاله دی چې دا شل مثقاله د (‏‏85‏‏) ګرامو سره برابر دي ( يو مثقال له 4.25‏ ګرام سره برابر دی ) .
او د سپينو زرو د زکات نصاب (‏‏200‏‏) درهمه دی چې دا دوه سوه درهمه د (‏‏595‏‏) ګرامو سره سمون خوري (يو درهم له 2.975‏ ګرام سره برابر دی ) ‏
دسرو اوسپينو زرو د زکات اندازه ٪ 2.5  يا 40  څلويښتمه برخه ده .
لومړی  مثال : که څوک په خپل کور کې  120 ګرامه سره زر ولري  نو زکات  يی داسې حسابيږي :.
که د يوه ګرام طلا قيمت 1700 افغانی وټاکو نو  120×1700 = 204000Af  نو دزکات اندازه به مساوي شي په :
204000÷ 40 = 5100 نو دری  زره او شپږ سوه افغانی د زکات اندازه شوه.
دوهم مثال : که څوک 8500  ګرامه سپين زر ولري  نو که د سپينو زرو د يوه ګرام نرخ 50 افغانی وټاکو  نو
50x 8500 = 425000÷40 = 10625 Af  نو لس زره و شپږ سوه او پنځه ويشت افغانۍ  زکات به پر مستحقو کسانو وويشي .
يادونه : پورته نرخونه اټکلي دي تاسې يې د سرو او سپينو زرو د وخت او ځای د نرخ سره سم حساب کړئ .
آن لاين اسلامې لارښود
____________________________________
 نقیب الله حقمل هډه وال {کلی واله}  دې خبری ته هم فکر کوه
حکم اختلاط (زن و مرد) هنگام آموزش در مدارس و دانشگاهها
 بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله،سپاس برای خداوند وصلوات و سلام بر رسول خدا و بر خاندان و یارانش باد، اما بعد:برآنچه که نشریه ” السیاسه ” روز 24/7/1404 ه.ق درشماره 5644 خود به مدیر دانشگاه صنعا آقای عبدالعزیز المقالح نسبت داده بود اطلاع یافتم. که در آن، نویسنده گمان کرده ؛تفکیک دانشجویان دختر از دانشجویان پسر مخالف شریعت است. و برای جواز اختلاط گفته است که مسلمانان – چه مرد چه زن- در زمان پیامبر نماز را در یک مسجد به جا می آوردند و به این دلیل ضرورتا آموزش آنها باید در یک مکان و بصورت مختلط باشندگفتن چنین حرفی از طرف مدیر یک دانشگاه اسلامی،که از او انتظار می رفت تا ملتش را به سوی سعادت و نجات دنیا و آخرت راهنمایی نماید، خیلی بعید می نماید . انا لله وانا الیه راجعون ولا حول ولا قوت الا با لله.هیچ شکی نیست که این کلام جنایتی بزرگ علیه شریعت اسلامی است، چرا که شریعت هرگز به اختلاط (زن و مرد) دعوت نکرده تا اینکه درخواست جلوگیری از اختلاط مخالف شریعت باشد ،بلکه (شریعت) آن رامنع می کند و در این امر سختگیری نیز کرده است. چنان که الله تعالی می فرماید: « وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى» (سوره احزاب آیه 33) یعنی:و در خانه های خود بمانید وهمچون دوران جاهلیت نخستین زينتهاى خود را آشكار مكنيد.
وهمچنین می فرماید:« يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُللِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنجَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُغَفُورًا رَّحِيمًا » (سوره احزاب آیه 59) یعنی:ای پیامبر، به همسران ودخترانت وزنان مومن بگو: رو سری های بلند خود را بر خویشتن فرو افکنند، این کار برای این که شناخته نشوند ومورد آزار قرار نگیرند بهتر است؛ وخداوند همواره آمرزنده مهربان است.خداوند سبحان (منزه) می فرماید: « وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْأَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَاظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَزِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّأَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِيإِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْأَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِأَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء» (سوره نورقسمتی از آیه31).یعنی: و به زنان ایمان دار بگو چشمای خود را از نگاه(نامحرمان)فروگیرند و دامان خود را حفظ کنند وزینت خویش را- جزآن مقدار که نما
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.