زما پوښته دا ده چی تهجد لمونځ څو رکعته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟

{3}

ګرانه وروره که دۍ تاجد لمونځ فه باره کۍ لۍګ سه معلومات راکړۍ

او دۍ تاجد لمونځ نۍت سنګه دۍ او فو کوم تۍم کئ کۍژۍ .

محمد اصغر کټوازې‏

{2}
سلام هده وال صاحب دصلاه تهجد باره کی معلومات راکره دوخت باره بایددشپی په کومه برخه کی وشی
سورکعته باید وشی

عبداللطیف ظفر

{1}

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

زما پوښته دا ده چی تهجود لمونځ څو رکهاته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
محمد یوسف صدېقې

Very Respectfully,

Mohammad Yousaf siddiqi

Admin/Finance Assistant, Pashdan MPP

Hewadwal-AZETQ JV, Herat Afghanistan

قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ

ځواب : قيا م الليل يا تهجد

د تهجد منعی ده خوب ماتول اوپاڅيدل .

دفرضي  لمانځه  وروســــــــــــــته  ترټولو غوره لمونځ  دشپې [ دتهجد] لمونځ  دی .

د تهجد د رکعتونو شمير معلوم نه دی لږ انداره يي دوه رکعته او زياته اندازه يي د بنده په وس او توان پورې اړه لري له جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه يوولس رکعته يعنې اته رکعته تهجد او دری رکعته د وتر لمونځ او دريارلس يعني لس رکعته او ورسره دری رکعته وتر ………… ثابت شوی دي .

عايشه رضی الله عنها وايي : پيغمبر صلی الله عليه وسلم به چې د شپې لمانځه ته پاڅيدلو خپل لمونځ به يي په دوو رکعتونو پيل کولو ، همدارنګه ابو هريره رضی الله عنه  وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « إذا قام أحدكم من الليل فليفتتح صلاته بركعتين خفيفتين » يعنې کله چې د تاسې څخه څوک د تهجد د پاره قيام کوي نو خپل لمونځ به په دوو لنډو رکعتونو پيل کوي .

د بې بې عايشی رضی الله عنها نه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  په رمضان او نورو مياشتو کې د شپې لمونځ تر يوولس رکعتونو زيات نه کولو ( صحيح ابن خزيمه او ابن حبان ) .

چا ته چې الله جل جلا له  د تهجد د لمانځه د ادا کولو توان ور کړی وي هغه د پاره سنته طريقه دا ده چې د وتر لمونځ و ځنډوي او د تهجد د لمانځه وروسته يي ادا کړي .

 جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :من كل الليل قد أوتر رسول الله صلى الله عليه وسلم. من أول الليل وأوسطه وآخره. فانتهى وتره إلى السحر. (المسلم ۷۴۵)
عايشه رضی الله عنها فرمايي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د شپې په هر حصه کې وتر کړی دي – په اوله حصه د شپې کې هم نيمه شپه کې او په اخري شپه کې هم او د بنی صلی الله عليه وسلم وتر به عموماً صبا پورې ختميدل (متفق عليه ) .
د حضرت عبدالله بن عمر نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل (اجعلوا آخر صلاتكم بالليل وترا) (البخاري ۹۵۳ ) ( تاسې د شپې آخري لمونځ وتر وګرځوی ) .

فضيلت او اهميت

په حديث شريف کې راغلی دي دآخري شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د دمشقت او تکليف ويره نه وی نو په امت به مې فرض کړی وای.

( دشپی په ورستيو برخه کې الله ج د ځمکی اسمان ته نزول فرمايې او وايی شته څوک ماته فرياد او آواز کونکی چې ماته آواز وکړی او زه يې فرياد واروم ،له مانه وغواړی او زه يې ورکړم ،له مانه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړی او زه ورته بخښنه وکړم (بخاری )

حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو  نيكو وګړو هم همداعادت وه، دا ستاسو رب ج ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترې ساتي ( ترمذى )

دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتيني سبا پورې دی خو غوره وخت يې د شپی آخره حصه ده

  د حضرت ابوهریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې زموږ مالک او رب تبارک وتعالی هره شپه کله چې دریمه حصه د شپی پاته سی نو د دنیا و آسمان ته نازلیږی او فرمایی : څوک دی چې زما څخه دوعا وغواړی او زه د هغه دوعا قبوله کړم څوک دی چې زما څخه شی وغواړی او زه یی ورکړم ، څوک دی چې زما څخه مغفرت وغواړی او زه هغه ته مغفرت وکړم . —  (صحیح بخاری ومسلم  معارف الحدیث) .

 تنبيه

      د تهجد لمونځ هرڅو رکعته چې کولی سی هغومره وکړه په یوه روایت کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لس رکعته لمونځ د تهجد کوی ، د تهجد د لمانځه ډېر فضائل په قرآن او حدیث کې راغلی ، د اختصار په وجه مو هغه ترک کړل . الله تعالی دی موږ ته د تهجد د لمانځه توفیق راکړی .
تهجد وقت
چه کله انسان د شپی ووده شی او بیا رابیدار شی نو دا د تهجد وقت دې
لیکن غوره او بهتر وقت یی دریمه حصه د شپی  نه تر صبح صادق پورې دې .

د اشراق لمونځ

   په یوه حدیث کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی ؛ چې کوم سړی د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړی او بیا تر لمر راختو پوری هلته کښینی او د الله تعالی ذکر یی کوی بیا یی دوه رکعته اشراق وکړی نو ده ته د یوه حج او عمری په اندازه ثواب ورکول کیږی د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمری . —   ( حص حصین) .

   دغه رنګه نور فضائل هم په احادیثو کې راغلی دی .

 د څاښت لمونځ

      د حضرت  أنس ابن مالک رض څخه روایت دی چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چې څوک دولس رکعاته د څاښت لمونځ وکړی نو الله تعالی د ده لپاره په جنت کې بنګله (کوټۍ) جوړ وی . —   (ابن ماجه والترمذی) .

 نور فضائل یی هم راغلی دی په بل حدیث قدسی کې بیا راغلی دی که څوک د ورځی په شروع کې څلور رکعته لمونځ وکړی نو د ورځی ترآخره پوری ستا لپاره کافی دی .

د ماښام ترلمانځه وروسته آوابين

      رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :   څوک چې  دماښام ترلمانځه وروسته شپږ رکعاته لمونځ وکړی نو د ده ګناوی بخښل کیږی که څه هم د دریاب د ځګ په اندازه وی ، —  (معارف الحدیث معجم الطبرانی ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.