{2}
سلام کچیری یو مجرت سڑی زنا وکڑی ھغہ سنکہ لہ گناہ نہ خلاسون پیداکولی سی توبہ وباسی او کہ حد باندی جاری سی وسلام
محمد نبی د ھلمند ولایت
{1}
سلام او نیکی ھلی در تا وومانی
زما سوال دا دہ چھ کا یو کس ڈیرہ زنا کررے وی او ہاگھا توبہ ہوباسی نو الله با یہ ووباخی او کا نہ
تر دہ گوناوونو با وار تر شے پہ ہخرت کی با وار نہ تپوس کیگی او کا نہ
تر دہ گوناوونو با وار تر شے پہ ہخرت کی با وار نہ تپوس کیگی او کا نہ
محمد اقبال
ځواب : ګرانه وروره ! کلکه توبه ايستل پکار دي .
ګرانه وروره ! فوراً په کلک عزم توبه و باسه داسې فکر وکړه چې د محشر ورځ برپا کيدونکي ده او لپ لغړ د الله جل جلا له در بار ته ور روان يو ، داسې فکر وکړه چې که ناګهانه د مرګ شبې را ورسيږي سترګې مې پورته نيولې وي او د مرګ نښې نښاني په سترګو ووينم نو هغه وخت به څه کوم؟
د الله جل جلا له په مهربانه دربار کې خپل د عجر سر تيټ کړه او په خپلو کړو توبه وباسه او د الله جل جلا له فرمانبرداري پيل کړه .
وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا (71) سورة الفرقان .
او څوک چې توبه وکړي او نيک عمل وکړي نو هغه بيرته ستنيږي د الله طرف ته په ستنيدو سره .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : التائب من الذنب کمن لا ذنب له (مشکوة باب الاستغفار والتوبه )
يعنی د ګناه څخه توبه کونکي داسې دی چې هغه ګناه بالکل کړی نه وي .
قرآن کریم توبې ته بلنه کوي , د توبې په لار کې خنډونه دلته وګورئ
زنا د قتل څخه وروسته عظيمه ګناه ده ، د مسلمان او مسلمانې حتی د مسلمان او مسلمانې د کورنی او ولس په عفت ، عزت او آبرو باندې ستر تری بلل کيږي چې په اسلامې شريعت کې ددې جرم د پاره حد تعين شوی دی ، هغه زانيان چې واده شوي نه وي حد يې سل دورې او هغه چې واده شوی وي حد يې رجم دی .
قوله تعالی :
وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69
ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .
الله (جل جلا له) خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې د وحی په وسيله د زناکارو حال ښيي چې : فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ ( البخاري 1386 ) .
د يوه خندق له څنک څخه تير شوو چې د تنور په شان وو ، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه وو ، د هغه د لاندې حصه کې اور بل وو ، په دغه خندق کې ځنې لپ لغړ نارينه او ښځې وو ، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې نږدې وو له خندق نه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل و مې پوښتل دا څوک دي ؟ ( پريشتو ) را ته وويل : کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران وو .
ددې عظيم جرم د ګناه څخه د خلاصون لاره رښتنې توبه کول دي :
قوله تعالی : وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا 69 إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ( الفرقان 68-70).
ژباړه : او هغه کسان چې له الله پرته کوم بل معبود نه بولي (شرک نه کوي ) او هغه څوک په ناحقه نه وژني چې الله جل جلا له حرام کړی وي خو په حقه سره او نه زنا کوي او څوک چې دغه کار وکړي هغه به د خپلې ګناه بدله و مومي ، د قيامت په ورځ به هغه ته دوه چنده عذاب ورکړ شي او په هغه کې به تل سپک وي .
مګر هغه کسان چې توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يي کړی وي د دغسې خلکو بدي به الله جل جلا له په ښو واړوي او الله جل جلا له بخښونکی او مهربان دی .