رښتيني ملګری

حامد افغان
د دې انځور په اړه چې تاسو څه فکر کوئ هغه سم
نده …. دا انځور په کال 1967 کې اخیستل شوی ده ، او د همدې کال تر ټولو غوره انځور بلل شوی ده ، او (دژوندمچکه) لقب ورکړل شوی ده .

دا دواړه د برق کاریګر دي ، او دبرق په یوه خورا زورور ټرانسپرمر باندې کار کوي . یو یې شامبیون او بل سیمسون نومیږې ، دوی دواړو د دې ټرانسپرمر څارنه کوله ، په دي وخت کې په هغه کې د برق 4000واټه اشاره ولګیدله ، شامبیون ته یې کرنټ ورکړ او نږدې وه چې زړه یې کار پریږدي ، (د اعدام برقي کرسۍ 2000واټه برق لري) .

د شامبیون د ملاتړونې هغه ځمکې ته له لویدلو وژغوره ، لکه په انځور کې چې وینئ لاندې را وزړیدی، سیمسون هم دبرق په مټه ورخوت چې ملګری یې په دې حالت کې ولیدی په بیړه ور وخوت ، او دبرق دنیولو پروا یې ونکړه . هغه یې په ځړیدلې حالت کې ونیو او کوښښ یې پیل کړ چې د خولې له لارې هوا ور تنفس کړي . لکه په انځور کې لیدل کیږې چې د هغه په خوله یې خوله اېښې ده . اخر سیمسون د هغه په سینه کې د نبض په حرکت پوه شو ، د هغه ملاتړونی یې خلاص کړ او لاندې یې راښکته کړ .

لاندې یې نورو ملګرو هم په خوله کې هوا ور تنفس کړه څو یې روغتون ته ورساوه او له لازمي درملنې وروسته شامبیون روغ او بیرته دژوند له کاروان سره مل شو . تل دې وي رښتینې ملګرتیا . که څه هم نن سبا درښتینې ملګرتیا ځای فیسبوکي ملګرتیا نیولی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟