روژه او ذکر

ذکر هغه عبادت دی چې په هر حالت کې کيدای شي او اجر یې ډير زيات دی ، په ولاړه ، ناستي ، چملاستو ، په لاره د تللو پر مهال ، خويندې يې د کور د کارونو پر مهال هم کولای شي ، په رمضان المبارک يې خاص اهميت دا دی چې د مؤمن زړه د الله تعالی طرف ته متوجه کوي ، ژبه د عبثو خبرو ساتي او بنده ته لوی اجر حاصليږي .

الله (جل جلا له) خپل بندګانو ته د زيات ذکر کولو امر کړئ دی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ) .

او د ذکر کوونکو نارينه او ښځو د پاره ډير ستر اجر دی ، لقوله سبحانه وتعالی : وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً[الأحزاب:35]

ژباړه: او د الله ډير ډير يادوونکي (نارينه ) او يادونکې (ښځې ) الله جل جلا له  دغو ټولو ته بخښه او لويه بدله چمتو کړې ده .

او حديث شريف کې راغلی دي چې :مؤمن به د دنيا د ژوند د هغه وخت آرمان کوي کوم چې بغير د الله (جل جلا له) له ذکر او ياد څخه تير شوی وي .

Donate

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟