رنګ ناخن سره اودس کيږي او که نه ؟

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
آیا ښځی ته جواز شته چی د سینګار لپاره رنګی ناخون ووهی ؟
یعنی ځینی خلک وایی چی رنګ ناخون سره اودس نکیګی آیا داسی څه ممانعت شته؟

مننه – احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نوکانو پرېولل په اوداسه او غسل کې فرض دي د هغه د پريمنځلو پرته اودس او غسل نه صحي کيږي .

عمر بن الخطاب رضی الله عنه روايت کوي چې يو کس په اودس کې د پښې نوک نه وو مينځلی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : ارجع فأحسن وضوءك،فرجع ثم صلى (رواه مسلم و احمد) .

يعنې : لاړه شه سم صحي اودس وکړه او بيا لمونځ وکړه .

د ضرورت څخه علاوه د داسې شی استعمال چې اندام ته اوبه و نه رسيږي اودس او غسل نه صحي کيږي يعنې اودس او غسل هغه وخت صحي چې دغه شيان له نوکانو څخه لرې شي فتاوي عالمګيري ليکي : اولزق باصل ظفر طيس يابس او رطب لم يجز . يعنې کچيرې په اصل نوک پورې وچه يا لنده خټه موښتې وي نو پر دې باندې صرف د اوبو تېرېدل کافي نه دي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۴۷۷) .

مسلمانو خويندو ته مهم نصيحت :

هغه سينګار چې صحابه ميرمنو څخه نقل شوی دی عبارت دی له :

د ويښتانو ږمنځ کول او غوړول .

په غوږونو کې غوږکۍ يا لښتۍ اچول .

په غاړه کې غاړکۍ او آميل اچول .

په لاس کې بړنګې اچول .

په پزه چهار ګل .

د لاسونو سره کول په نکريزو باندې .

ددې څخه علاوه د شونډو سره کول او په نوکانو رنګ ناخن وهل ، سترګو ته باڼه اچول او نور په سنتو کې ثابت نه دی دا اکثراً د کافرو او فاسقو ښځو تقليد دی ددې څخه پرهيز پکار دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟