رنګ ناخن سره اودس کيږي او که نه ؟

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
آیا ښځی ته جواز شته چی د سینګار لپاره رنګی ناخون ووهی ؟
یعنی ځینی خلک وایی چی رنګ ناخون سره اودس نکیګی آیا داسی څه ممانعت شته؟

مننه – احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نوکانو پرېولل په اوداسه او غسل کې فرض دي د هغه د پريمنځلو پرته اودس او غسل نه صحي کيږي .

عمر بن الخطاب رضی الله عنه روايت کوي چې يو کس په اودس کې د پښې نوک نه وو مينځلی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : ارجع فأحسن وضوءك،فرجع ثم صلى (رواه مسلم و احمد) .

يعنې : لاړه شه سم صحي اودس وکړه او بيا لمونځ وکړه .

د ضرورت څخه علاوه د داسې شی استعمال چې اندام ته اوبه و نه رسيږي اودس او غسل نه صحي کيږي يعنې اودس او غسل هغه وخت صحي چې دغه شيان له نوکانو څخه لرې شي فتاوي عالمګيري ليکي : اولزق باصل ظفر طيس يابس او رطب لم يجز . يعنې کچيرې په اصل نوک پورې وچه يا لنده خټه موښتې وي نو پر دې باندې صرف د اوبو تېرېدل کافي نه دي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۴۷۷) .

مسلمانو خويندو ته مهم نصيحت :

هغه سينګار چې صحابه ميرمنو څخه نقل شوی دی عبارت دی له :

د ويښتانو ږمنځ کول او غوړول .

په غوږونو کې غوږکۍ يا لښتۍ اچول .

په غاړه کې غاړکۍ او آميل اچول .

په لاس کې بړنګې اچول .

په پزه چهار ګل .

د لاسونو سره کول په نکريزو باندې .

ددې څخه علاوه د شونډو سره کول او په نوکانو رنګ ناخن وهل ، سترګو ته باڼه اچول او نور په سنتو کې ثابت نه دی دا اکثراً د کافرو او فاسقو ښځو تقليد دی ددې څخه پرهيز پکار دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.