رمضان برکتونو میاشت ♥🌙

ژباړه خالد منصور هډه وال

ګرانو وروڼو او خوېندو! د مبارکې میاشتې له راتګ وړاندې زیات استغفار او توبه وکړئ.

د دې اړتیا راز دا دی، چې رمضان د کرامتونو میاشت ده، او تر ټولو ستر کرامت دا دی چې الله ﷻ بنده د دوزخ له اوره خلاص کړي.
خو ګناهونه او معاصي هغه ستر خنډونه دي، چې د بنده د توفیق، خیر او الهي کرامت څخه محرومولو سبب ګرځي. همدا وجه ده چې کله حضرت سلیمان علیه السلام له الله ﷻ څخه یو ستر کرامت، داسې پاچاهي وغوښته چې له ده وروسته بل چاته ور نه‌کړل شي، نو لومړی یې د مغفرت غوښتنه وکړه. الله ﷻ د هغه دعا داسې ذکر کړې:
﴿رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَّا يَنبَغِي لِأَحَدٍ مِّن بَعْدِي﴾ (ص: ۳۵)
یعنې، له الله ﷻ څخه یې تر هر څه وړاندې د ګناهونو بښنه وغوښته، ځکه پوهېده چې تر هغې به دا ستر کرامت ترلاسه نه کړي، ترڅو چې الله ﷻ یې ګناهونه ونه بښي.

د رمضان له سترو کرامتونو څخه یو دا دی، چې بنده ته په دې میاشت کې روحاني قوت، د قرآن تلاوت سره انس، او د الله ﷻ سره د خلوت خوږوالی نصیب شي.
خو دا مقام هغه زړه ته نه‌رسېږي، چې د ګناهونو زخمونه پرې واکمن وي. ځکه ګناهونه د عقل د تدبر او د زړه د تفکر حجاب ګرځي.
الله ﷻ فرمایي:
﴿لَوْ نَشَاءُ أَصَبْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَنَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ﴾ (الأعراف: ۱۰۰)
او فرمایي:
﴿كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾ (المطففين: ۱۴)

او وګورئ! که څوک غواړي چې د لیلة القدر ستر کرامت او فضیلت ترلاسه کړي، رسول الله ﷺ هغه ته لارښوونه کړې چې له الله ﷻ څخه د عفوې دعا وکړي:
«اللهم إنك عفو تحب العفو فاعف عني»
دا ګواکي دا مفهوم لري، چې تر هغې به د لیلة القدر کرامت نه‌در‌رسېږي، ترڅو چې الله ﷻ تا وبښي او ستا ګناهونه معاف کړي!

نو د رمضان د استقبال لپاره خپل زړونه د توبې، استغفار او انابت (الله ته رجوع) سره پاک کړئ، ترڅو د الله ﷻ د رمضان له کرامتونو برخمن شئ.

Donate

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟