مونږ کولای شو چی په یو اروپایی هیواد کې په يو جومات کی امام سره چی هغه رفع الیدين کوي هغه سره لمونځ کيږي که نه ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د تکبير تحريمه پرته په لمانځه کې د لاسونو پورته کولو کې د صحابه کرامو رضی الله عنهم د زمانې نه تر نن پورې فروعي اخلاف دی ، او په فروعي اختلافاتو کې ډير احتياط پکار دی ، پام چې څوک بې مسئولته خپله خوله و نه ښوروي ، ځکه په فروعي اخلافو کې د دواړو طرفونو دليل سنت وي ، که څوک پر کوم طرف نيوکه وکړي نو اصلاً يې پر سنتو نيوکه کړې ده ( الغیاذ بالله ) .
د رفع اليدين تفصيل :
د رفع اليدين امام پسې د حنفي اقتداء صحيح ده .
راحج قول دا دی چې د فروعي مسائلو اختلاف د لمانځه د اقتداء په صحت هيڅ اثر نلري .
وتكون الصلاة خلف المخالفين في الفروع المذهبية صحيحة غير مكروهة؛ إذ العبرة بمذهب الإمام؛ لأن الصحابة والتابعين ومن بعدهم لم يزل بعضهم يأتمّ ببعض مع اختلافهم في الفروع، فكان ذلك إجماعاً، وبه تنتهي آثار العصبية المذهبية ( فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة الزحلي )