رشوت په يوه ټولنه کې عظيم فساد او لويه تباهي ده ځکه د رشوت په وجه د الله (جل جلا له) احکام ضايع او د بندګانو حقوق تر پښو لاندې کيږي د رشوت په وجه حق باطل ګرځي ، د رشوت په وجه سپين تور او تور سپين ګرځول کيږي .
اوس مهال رشوت چې عظيمه ګناه ده دومره عام شوی چې د فاسد رژيم د چارواکو چې تر پزې په رشوت او حرام خورګۍ لړلي دي سربيره د ډاکتر تر نوبت نيولو حتی تر لسو او شلو روپۍ پورې هم را رسيدلی دی (استغفرالله ) .
د رشوت د عام کېدو اسباب :
۱- حاکم فاسد رژيم چې په فساد کې يې په نړيوالی سطحه د حرام خورګۍ او مردار خورګۍ د سترې بدنامۍ پست مقام ګټلی دی رژيم چې فاسد وي د هغه پر ټولنه او ټولو وګړو تأثير پرېوځي .
۲- د الله تعالی د احکامو او امرارو څخه ښکاره بغاوت
د رشوت خورګۍ اصلي سبب د الله تعالی د احکامو څخه بغاوت دی ځکه څوک چې د الله تعالی څخه وېره ولري ، مرګ يې په ياد وي او په حشر او حساب ايمان ولري هغه هيڅ کله د بل حق نه خوري .
د هيچا د پاره دا بهانه نشي کيدای چې حکومت فاسد ؤ ، په اصطلاح مشرانو مو دا عمل کولو ، او د منع کولو څوک نه وو بلکي هر څوک به د خپل عمل ځواب وايي .
د ای الله تعالی د احکامو څخه باغيانو ! که نن د منع کولو او حساب څوک نشته خو دې ته مو بايد پام وي چې د الله تعالی رالېږلی کتاب (قرآنکريم ) او د راليږلې رسول الله صلی الله عليه وسلم (سنت ) زمونږ مخې ته موجود دي ، د زرې زرې حساب به را سره کيږي د بهانې هيڅ ځای نشته .
د رشوت خطرناکې پايلې :
په قرآنکريم کې رشوت ته باطل ويل شوی دی
قوله تعالی : وَلا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقاً مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْأِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (البقره ۱۸۸ ) .
ژباړه : او پخپلو منځو کې خپل مالونه په نا حقه سره مه خورئ په دې ډول چې هغه حاکمانو ته د رشوت په توګه ورکړئ څو په دې توګه د خلکو له مالونو يوه برخه په ناحقه سره وخورئ په داسې حال کې چې پوهيږئ (هم ) .
الله جل جلا له د يهودو په مذمت کې فرمايي :
سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَآؤُوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُم أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (المائده ۴۲ ) .
ژباړه : دوی د درواغو اوريدونکي او حرام خواره دي . نو که تا ته راغلل د دوی تر مينځ پرېکړه وکړه يا له دوی څخه مخ وګرځوه او که له دوی څخه مخ و ګرځوې نو تا ته به هيڅ زيان و نه رسوي . او که پرېکړه دې کوله نو د دوی تر مينځ په عدل پرېکړه وکړه . بې شکه چې الله جل جلا له عدل کوونکي خوښوي .
د السحت تفسير عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه الله عنه په رشوت سره کړی دی .
د رشوت د عظيم فساد په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي ( مسند احمد ۴۷/۱۱ او سنن الترمذي ۱۳۳۷ ) .
يعنې رسول الله صلی الله عليه وسلم په رشوت اخيستونکي او ورکونکي لعنت فرمايلی دی .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم لعنت د ښيرا په معنی دی يعني څوک چې رشوت اخلي هغوی دې د الله جل جلا له د رحمت څخه لرې او محروم وي .
همدارنګه فرمايي : الراشي والمرتشي في النار ( الترغيب و الترهيب ۱۹۴/۳ ) .
يعنې : رشوت اخيستونکی او ورکونکی به دواړه په دوزخ کې وي .
په بل روايت کې راغلي : لا يدخل الجنة جسد غزى من حرام (السلسلة الصحيحة ۲۶۰۹ ).
جنت ته به داخل نه شي هغه بدن کوم چې په حرامو تغزيه شوی وي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم