زما مطلب دا دی چه که یوه میرمن طلا ولری پدی کی څومره اندازه د زکات څخه معاف ده یعنی ځینی علما وایی چه غوږوالی ،یوه دوه ګوتی او داسی نور د زکات څخه معاف دی یعنی که د دی طلا څخه پرته نوره طلا یی ۸۵ ګرامه ته ورسیږی نو بیا په هغه ۸۵ ګرامه کی یی زکات واجبیږی، نو زه غواړم چه پوه شم چه ایا پورته ذکر شوی شیان لکه غوږوالی او داسی نور د زکات څخه معاف دی او که نه او که وی نو ددی غوږوالی او ګوتو اندازه به څومره وی یعنی د ګرام په حساب تر څو ګرامو پوری معاف دی. مننه
ضياء الرحمن طارق
السلام علیکم
هیله لرم زما پوښتنه ځواب کړۍ
که یو څوک ۱۳۰ ګرامه سره زر ولری نو په ۸۵ ګرامو کی ۲.۱۲۵ ګرامه زکات کیږی زما پوښتنه داده چه ایا په پاتی ۴۵ ګرامو باندی هم زکات شته او که نه مننه.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سرو زرو د زکات نصاب ۸۵ ګرامه دی ، که تر ۸۵ ګرامه کم وي زکات ورباندې نشته .
د اندازې معلومولو د پاره بايد د زېوراتو د خريدارۍ بل وکتل شي مثلاً ګوتې ، غوږوالی يا لښتۍ ، عامل و غيره او هغه به ټول جمع کړي که د زېوراتو بل موجود نه وي نو د هغه وزن دې معلوم کړ شي .
۸۵ ګرامه زيات مقدار سره زر دي معمولاً په دوو کوتيو او غوږوالی نه پوره کيږي .
۸۵ ګرامه يا شل مثقاله سره زر د زکات د نصاب اندازه ده نور چې د ۸۵ ګرامو هر څومره زياتيږي د زکات حصه يې څلويښتمه برخه ده .
د ۱۳۰ ګرامه سرو زرو اندازه مساوي په :
۱۳۰÷۴۰=۳،۲۵
۳،۲۵ ګرامه د زکات اندازه شوه چې دا به د مستعملو سرو زرو په نرخ کې ضربيږي
مثلاً د مستعملې طلا نرخ ۱۷۰۰ افغانۍ وي د زکات پيسې به ۵۵۲۵ افغانۍ شي دا پيسی به د زکات پر مستحقينو وويشي .
والمقصود بسعر يوم الزكاة : هو سعر هذا الذهب المستعمل ، الذي يمكنك أن تبيعه به ، لا سعر الذهب الجديد . (موقع السلام السوال وجواب )
و الله سبحانه وتعالی اعلم