د ګازرو پۀ مرسته د پوستکي روغتيا او ښکلا وساتئ

ګازرې د انتي آکسیدن او لوړ بتا کاروتن په درلودلو سره د پوستکي په پاکېدو او د لمر د وړانګو په مقابل کې د پوستکي څخه ساتنه کوي.

ګازرې چې د ویټامین B، C او معدني موادو لکه پوتاشیم، سلنیوم، منیزیم درلودونکې دي، په پوستکي کې د کلاژن په تولید کې ډېروالی راولي چې د وینې د تصفیې سبب کېږي او په پايله کې یې د پوستکي د ښکلا او ځوان پاتېدو کې مرسته کوي.

پر پوستکي باندې د زخم او د سوځېدلي پوستکي درملنه د ګازرې بل مهم خواص دی.

پر پوستکي باندې د لکو د منځه وړلو لپاره کولای شئ د یوې ګازرې اوبه راواخلئ، څو څاڅکي د لېمو اوبه په کې ګډې کړئ او د پنبې په واسطه یې پر خپل پوستکي ووهئ، د دې طریقې په استعمال سره به د وخت په تېرېدو ستاسې د مخ لکې ورکې شي.

ګازرې د ویټامین A او ویټامین E په درلودلو سره د پوستکي د ژر زوړوالي مخنیوی کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.