اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! گرانو پاک الله دی تاسو ته خیر درکړي چې د خلکو اسلام پورې مربوطی پوښتنې ځوابوئ.بیاهم لاندې سوال را ته حل اوجواب کړئ:کوم ډول قرباني بهتره ده؟ یعنی دپسه ذبحه کول غوره دي که دغوا او که دمیښی یا د اوښ؟ اوآیاپر دوه مياشتى كم دوه كاله دغوابچي باندی قربانی کیدای شي او كه نه؟ستاسو ورور بصیراله هیله من له کابله. وسلام.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په دې مسئله کې فقهاء په دوو ډلو ويشل شوی دي :
لومړی ډله په دې نظر ده چې لومړی د اوښ قرباني غوره ده بيا د غوايي او بیا د پسه نظر په لاندې دلائلو :
لقوله سبحانه وتعالی :
وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ { سورة الحج الآية 36 .
قالوا إن البدنة أعظم من البقرة ، والبقرة أعظم من الشاة ، والله تعالى يقول :} ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ { سورة الحج الآية 32 ].
او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم د جمعي لمانځه د فضيلت په باره کې فرمايي :
أبي هريرة ضی الله عنه أن النبي صلی الله عليه وسلم قال 🙁 من اغتسل يوم الجمعة غسل الجنابة ثم راح ، فكأنما قرَّبَ بدنة ، ومن راح في الساعة الثانية فكأنما قرَّبَ بقرة ، ومن راح في الساعة الثالثة فكأنما قرَّبَ كبشاً أقرن ، ومن راح في الساعة الرابعة فكأنما قرَّبَ دجاجة، ومن راح في الساعة الخامسة فكأنما قرَّبَ بيضة ، فإذا خرج الإمام حضرت الملائكةُ يستمعون الذكر ) رواه البخاري ومسلم (1) .
قال النووي :[ وفيه أن التضحية بالإبل أفضل من البقرة ، لأن الرسول e قدَّمَ الإبل ، وجعلَ البقرة في الدرجة الثانية ] (2) .
دوهمه ډله فقهاء وايي :
چې د پسه قرباني غوره ده ځکه په قرآنکريم لويه بلل شوي ده :
لقول الله تعالى :[ وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ ] سورة الصافات الآية 107 .
قالوا وكان الذبح العظيم كبشاً ، فالله سبحانه وتعالى وصفه بالعظيم ، ولم يحصل هذا الوصف لغيره (4) .
وقال القرطبي:[ } وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ { ، أي ضخم الجثة سمين ، وذلك كبشٌ لا جملٌ ولا بقرة ] (5) .
اصلاً په قربانۍ کې نيت او اخلاص مهم دی ، د مال پاکوالی مهم دی ځکه چې الله تعالی پاک شی خوښوي او همدارنګه هغه څاروي چې له غيبونو څخه سالم وي غوره قرباني ده .
احکام أضحيم فی المذاهب الاربعة ليکي :
مَّا كانت الأضحية قربة يتقرب بها العبد إلى الله عز وجل ، والله طيب لا يقبل إلا طيباً ، فينبغي أن تكون الأضحية ، طيبة ، وسمينة ، وخالية من العيوب التي تنقص من لحمها وشحمها
دوهم : د غوايي يا غوا د پاره پوره دوه کاله عمر شرط دی ، مګر که پسه د شپږو مياشتو وي خو په جسامت کې د يوکلن غوندې وي قرباني يې جايزه ده
قال الحنفية : الجذع من الضأن ما تمت له ستة أشهر فيجوز أن يضحى به إذا كان الجذع عظيماً بحيث لو خلط بالثنيات يشتبه على الناظر من بعد (احکام اضحية )
و الله اعلم