د کوم حيوان قرباني چې جائز نه ده؟

د کوم حيوان قرباني چې جائز نه ده؟

ليکنه : مفتي مبشراحمد ( رباني ) حفظه الله
ژباړه: مفتي ابوخالدلائق ا حمدغزنوي

 

په احاديثو کي د حيواناتو ځېني داسي صفات بيان شوي چې د هغو په لرلو سره ېي قرباني کول نه صحيح کيږي.

 

د علي رضي الله عنه نه روايت دى چې موږ ته رسول الله صلي الله عليه وسلم امر کړى:(( أَنْ نَسْتَشْرِفَ الْعَيْنَ وَالأُذُنَ )).

 

چې موږ ( د قرباني د څاروي ) سترګي او غوږونه ښه وګورو:

 

(( عَن الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ عَنْهُ مَاذَا يُتَّقَى مِنْ الضَّحَايَا فَأَشَارَ بِيَدِهِ فَقَالَ أَرْبَعًا: الْعَرْجَاءُ الْبَيِّنُ ظَلْعُهَا وَالْعَوْرَاءُ الْبَيِّنُ عَوَرُهَا وَالْمَرِيضَةُ الْبَيِّنُ مَرَضُهَا وَالْعَجْفَاءُ الَّتِي لَا تُنْقِي)).

 

د براء بن عازب رضي الله عنه نه روايت دى چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم  نه پوښتنه وشوه د کوم حيوان څخه په قرباني کي ځان ساتل پکار دى؟

 

هغه مبارک په لاس سره اشاره وکړه او وې ويل: د څلور ډوله څاروو نه ځان ساتل په کار دي:

 

(١) ګوډ چې ګوډوالى ېي ښکاره وي.

 

(٢) ړوند چې ړوندوالى يې ښکاره وي.

 

( ٣) ناروغ چې ناروغې يې ښکاره وي.

 

( ٤) داسي کمزورى او خوار چې د هغه په هډوکو کي مازغه نه وي.

 

[ صحيح ابي داود ٢\٥٣٩ ، صحيح ترمذي ٢\٨٨ ].

 

د قرباني وخت:

 

د قرباني وخت د اختر د لمانځه نه پس شروع کيږي او ذوالحجي د ديارلسمي (١٣) ورځي ترلمر لويدو پوري وي.

 

کوم انسان چې د لمانځه نه مخکي قرباني وکړه برابره خبره ده که په کلو بانډو کي وي او که په ښارونو کي؛ نو هغه دي په دويم ځل قرباني وکړي.

 

د جندب بن عبد الله رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي:(( مَنْ كَانَ ذَبَحَ قَبْلَ أَنْ يُصَلِّيَ، فَلْيَذْبَحْ مَكَانَهَا أُخْرَى )).

 

چاچې تر لمونځ کولو مخکي قرباني وکړه نو هغوي دي د هغي په ځاي بل ( دويم ) حيوان حلال کړي.[ متفق عليه واللفظ ﻻبي عوانه ].

 

د ذوالحجي تر ديارلسم (١٣) ماښام پوري د قرباني کولو د جواز دليل دا ده چې يوولسم، دوولسم او ديارلسم د ذوالحجي ته ايام تشريق ويل کېږي او په حديث کي راغلې: ايام تشريق د قرباني ورځي دي.

 

د  جبير بن مطعم رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي:(( كُلُّ أَيَّامِ التَّشْرِيقِ ذَبْحٌ )).

 

چې د ايام تشريق ټولي ورځي د ذبحي ( يعني قرباني ) دي .

 

[ فتح الباري ١٠\١١، نيل الاوطار٥\١٢٥، زادالمعاد٢\٣١٨ ].

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.