د کورونو ،تجارتي ماڼيو او فابريکو زکات

د دعوت نیوز ټولو كاركونكو زموږسلامونه اونيكي هيلي ومني
برياليتوب مو له لوي خداي(ج ) خخه غواړو
دستاسو څخه په ډير درناوي هيله كوو چه دتجارتي ماڼيو،كورونو اوفابريكو د زكات په باره كښي تفصيلي معلومات  راكړي
په درناوی

سيد عبدالله نيک بين


ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
زکات په دغه شيانو کې فرض دی :
نغدې پيسې او هر ډول تجارتي اموال چې نصاب ته ورسيږي او کال ور باندې تير شي ،زراعتي محصولات د فصل د ريبلو په وخت کې يا چې فصل ټول شي او چاروي چې د کال زياته برخه په صحرا کې وڅري .
د اوسيدلو په کور او دکور په سامان باندې زکات نشته که بل اضافي کور وي په کرايه یې ورکړی وي يا مارکيټ وي په کرايه يې ورکړی وي د تجارت نيت ونه لري زکات په کې نشته کرايه به له سرمايې سره يوځای کوي او زکات به يې ورکوي (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۶۵ – فتاوي المحمودي ) .
ولا……… ودورالسکنی ونحوها اذالم نتو للتجارت (درالمختار ۲۶۵ سعيد ) .
و فی التنویر و شرحه‌
«و  فارغ  عن  حاجته  الاصـلیة  نـام  و  لو  تـقدیراً  نلا  زکـاة  عـلی  مکاتب‌…و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».
مګر په کور کې چې کومې ميوه دارې ونې وي په هغه زکات فرض دی که له نهر څخه ابول کيږي د زکات اندازه يې ۱۰ برخه ده او که په واټرپمپ او بل څه ابول کيږي د زکات اندازه يې ۲۰ برخه ده ( شيخ ابن عثيمين فتاوی علماء مکة المکرمه 18/60 ف 40)
د فابريکې په ماشين آلاتو زکات نشته د هغه په آمد زکات فرض دی (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۵۶
ول
يس فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال 
زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .
مطلب داچې اضافي کور، مارکيت (چې په کرايه ورکړل شوی وي د تجارت د پاره نه وي ) دفابريکه ماشين آلات چې توليدات کوي د تجارت دپاره نه وي په هغه زکات نشته په کرايه ،آمد او عايداتو يې زکات فرض دی .
هر جنس چې د تجارت  په قصد وي که کور وي که مارکيټ وي که دوکان وي ،که درملتون وي او که نور اشياء زکات ور باندې فرض دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إِنَّ رَسُولَ اللَّهِصَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ] (رسول الله ص به مونږ ته د زکات په ورکولو امر کولو د هغه څه چې د تجارت دپاره به ساتل کيدل ) (ابوداود،طبراني ،بيهقي ) .
د علماء البلدالحرام هم همدا نظر دي :
په تجارتي مارکيټ (چې په کرايه ورکړ شوی وي ) او فابريکه هم زکات نشته په محصولاتو او توليداتو یې زکات فرض دی لکه ځمکه په اصل ځمکه زکات نشته اګر چه سرمايه ده خو په محصولات يې زکات فرض دي .
که هر ډول تجارتی اموال وي ماشين آلات ، خوراکې مواد نور سامان آلات د تجارت لپاره اخيستل شوی زکات پکې فرض دی .
(د زکات د فتاوی دايمي ټولنه ۲۹،۲۸ مکة المکرمه ) .

 

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله وخیراً!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟