که څه هم د اسلام دغو سر سخته دوښمانان د اسلام د له منځته وړلو د هيڅ شان وسيلې کارولو څخه مخ وانړولو ، د سره انقلاب مشر لينن به ويل : مونږ به د دين جرړې وباسو او د حلالي او حرامي اولاد تر منځ فرق به له منځه يوسو .
او کمونسزم د خپرلو او اسلام له منځه وړلو لپاره يې زيات جنګونه وکړل زيات بې ګناه انسانان يې ووژل خپل زيات مالونه يې مصرف او د خپلې باطلې نظریې او د اسلام له منځه وړلو لپاره يې ډير فکري کار وکړ مګر آخر دا چې په هيڅ وجه يې اسلام له منځه يونووړ حتی د اسلامي د خپراوی مخنيوی هم ونشو کړای .
اوس مهال مسلمانان د روسيه د ټول نفوس ۲۰٪ تشکلوي او په روسيه کې د مسلمانان شمير ۲۸ ميليونه ته رسیږي ، د شوروي سره انقلاب پر مهال پر ټوله روسیه کې ۱۰۰ جوماتونه وو او اس هلته ۷۰۰۰ جوماتونه دي ، د روسيې په پايتخت مسکو کې يو ميليون مسلمانان اوسيږي او د جوماتونو د کمود څخه کړيږي په مکسو کې يوازې څلور جوماتونه دي ، د مسکو «جامع الکبير» جومات چې اوس مهال په نوي ديزاين په ۳۱۰۰۰ متر مربع ځمکه او شپږ پوړونو کې جوړ شوی دی د ننه او بهر احاطه يې يوازې د ۲۰۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفيت لري د جمعې او اخترونو په لمانځه کې په لکونو کسان د باندې په عامه سړکونو باندې ولاړ وي ؟
آیا محلدينو له روسيې څخه اسلام نابود کړ ؟ او يا يې په روسيه کې د اسلام د خپرويدو مخنيوی وکړ ؟
اوس مهال د مسکو د لوی جومات چاپيره په عامه سړکونو او ځايونو کې د مسلمانانو زياته ګڼه ګونه په داسې يو ځای کې تر سترګو کيږي چې هغه د ملحدينو مرکز دی ، مؤمنان واحد لاشريک رب العالمين ته سجدي لګوي او دا هر څه د مارکس او لينن شاګردان ويني .
يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ
ژباړه: دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي۔ او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى۔ اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي.