د کمونيزم د پيداښت چاپيريال

کمونيزم يا مارکسزم لومړی په اورپا کې څرګند شو او هلته ټول شرایط ورته برابر وو لکه :دين ،اقتصاد او فلسفه چې يو جلا جلا مطالعه کوو :

اول : په نوولسمه پيړۍ کې د اورپا دين :

دا حقيقت دی چې اورپا تر ډيره حده پورې خپل تحريف کړی دين سخت کړی وو نو کله چې دوی ته د علم دروازې را خلاصې شوې او د اسلامي نړۍ سره يې اړيکه پيدا کړه نو آسانه عقيده او د بښنې شريعت يې و پيژندلو نو غږونه او سترګې يې خلاصې شوې

نو چا چې د دغې ساده او آسانه عقيدې په اړه څه اوريدلي وي هغه به څنګه دا د تحريفاتو پيچلې عقيده قبوله کړي ؟

او د هغو راهبانو پيچلتيا او خرافات به څنګه قبول کړي چې د خلکو په عقايدو او فکرونو يې سوداګري کوله د بښنې سندونه به يې ورکول ، د علم او علماوو پر وړاندې به دريدل او هغوی به يې ردول او د څارنې محکمو ته بې کش کول او هغوی د سر سړي به په دار ځړول. . نو د داسې خرافاتو او منحرف دين څخه مارکسزم ته وتل څه عجيبه نه وو.

په نوولسمه پيړۍ کې د اورپا اقتصاد :

د صنعتي انقلاب د راتلو وروسته د کارخانو او صنعت پانګه وال خپل اوج ته رسيدلي وو دوی د لږ ملکيت په لرلو سره د زياتې پانګې  او عيش ژوند تيرولو مګر بل اړخ ته ميليونه کسان ددې څخه محروم وو او هغوی د بدبختۍ او سختۍ ژوند کولو  نو هغوی سره بعض پيدا شو ځکه چې سخت دريځي د دريځۍ لامل ګرځي دا د طبيعت قانون دی نو دا څه عجيبه نه وه چې خارې او کارګرې طبقې د هغوی د چل او فريب څخه ډکه بلنه ومنله ،(چې ويل به يې ) ای د کارګرانو نړۍ! سره يو شئ ستاسي په مخ کې هغه نړۍ ده چې ستاسې لپاره مهمه ده او ستاسې پر وړاندې د قيد او زحمت او خوارۍ پرته بل څه نشته . نو دا څه عجيبه نه وه چې د دوی دا نظريه یې قبوله کړه چې : ستاسې لپاره څه ارزښت نشته ، او د فردي ملکيت لغوه کول او د مال اشتراکيت يې اعلان کړل او د هغوی دا افسانه چې : هر یو د هغه د وړتیا مطابق، او هر یو د هغه اړتیا سره سم.

دريم : په نوولسمه پيړۍ کې د اورپا فلسفه :

د دغه پيړۍ فلسفه غالباً ايډياليږي او فکري فلسفه وه چې زياتره يې د افلاطون او فيورباخ ميراث وو .

د علم او پوهې پرته په باطل او خيالونو کې غرقه فلسفه وه لکه : غيب ويل او اټکل نو دا ډول مادي فلسفه يوازې پر تصور او خيال باندې ولاړه وه نو همدا وجه وه چې په اورپا کې د هغه وخت موجوده دين ، کپيټلزم او خيالې فلسفې مارکسزم ته لاره هواره کړې وه .

د اسلامي نړۍ لپاره د فکري جګړې لارې / استاذ دوکتور علی جريشه

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟