د کفر د ملکونو د ژوند د دین او ایمان پر اغېزو یوه ژوره کتنه

لیکوال: ډاکټر عبدالعلي بنګش – مقیم کاناډا

ژباړه: خالد منصور هډوال

نوټ: دا لیکنه د روحانیت او زړه د ناروغیو (باطني امراضو) په اړه ده، نو که څوک له دې موضوع سره علاقه نه لري، کولی شي دا لیکنه له پامه وغورځوي.

۱. د دینی چاپېریال نشتون او د ایمان یوازیتوب

هغه څوک چې د دیني نظام، جماعت یا تنظیم سره نه وي تړلی، د خپل ایمان په ساتنه کې یوازې پاتې کېږي، او دا یوازیتوب د ایمان د کمزورۍ لوی سبب ګرځي.

۲. د اسلامي مبارکو ورځو سوړ ماحول

په رمضان، د کوچني اختر، او لوی اختر شپه او ورځ د یو ځانګړي خوښي او دیني احساس سره تېریږي، خو په غیر اسلامي هیوادونو کې دا ماحول نشته. خلک د تراویح، جمعې او اختر لمونځونه نه شي ادا کولی.

۳. د لمونځ د اداینې مشکل

د خلکو درې ډلې لیدل کېږي:

1. ځینې کسان که له کوره بهر وي، لمونځ قضا کوي.

2. ځینې په پټه د جامو د بدلولو ځای کې لمونځ کوي.

3. ځینې بیا په ښکاره، لکه د Tim Hortons په هوټل کې، لمونځ کوي.
خو مسجد او جماعت د بازار، دفتر، یا سفر پر مهال نه موندل کېږي، او دا یو ستر روحاني نقصان دی.

۴. د اولاد د عقیدې ساتنه ستونزمنه ده

په غیر اسلامي هیوادونو کې ماشومان له کوچنيتوبه د کفري عقایدو او اصطلاحاتو سره مخ کېږي. هلته د “Girl Friend”, “Gay Rights”, او نورې غیر اخلاقي مفکورې عادي خبرې دي.

۵. د کفر د ماحول روحاني ضرر

که یو بې‌نمازه ګاونډی د انسان پر روح منفي اغېز کوي، نو فکر وکړئ، چې داسې ځای کې ژوند کول چیرې چې شاوخوا ټول بې‌دینه خلک د الله او د هغه د رسول ﷺ ښکاره انکار کوي، به د ایمان لپاره څومره خطرناک وي!

۶. د اذان نشتون او د یادونې کمښت

دلته د اذان غږ نه اورېدل کېږي، نو ضعیف ایمان لرونکي خلک د لمانځه وختونه هیر کړي، او هیڅ دیني یادونه ورته نه کېږي.

۷. د اختر لمونځ د حساب له مخې ادا کېږي

دلته د اختر لمونځ د قمري حساب له مخې کیږي، نه د سپوږمۍ لیدلو پر اساس. هغه کسان چې د سپوږمۍ له مخې لمونځ کول غواړي، باید ۴۰۰ کیلومتره سفر وکړي، لکه څنګه چې زه مجبور شوم. آیا هر څوک دا کولای شي؟

۸. د قربانۍ سنت کمزوری شوی

د لوی اختر پر مهال ماشومان د قربانۍ د سنت نه خبر نه وي، ځکه نه قرباني کولای شي، نه قرباني لیدلای شي. که څوک قرباني کوي، نو هغه هم stun شوې حیوان وي، او دا یوازې څو محدود خلک کوي.

۹. د علماوو سره نږدې اړیکه نه وي

یوازینۍ نجات دا ده چې د علماوو سره نږدې اړیکه ولرو، خو عام خلک دا نه شي کولای، ځکه چې د تربیې نشتون او د اسلامي علم کمزوري، د علماوو سره د حجاب (لرېوالي) سبب ګرځي.

۱۰. د پبلک سکول د ایمان د بربادۍ ځاله ده

د پبلک سکولونه دیني ارزښتونه کمزوري کوي. آن هغه ماشومان چې په Home Schooling زده‌کړه کوي، هم د بازارونو او سړکونو پر سر د نارینه وو او ښځینه وو ګډ لباس، غیر اخلاقي حرکات، او د بې‌حیایۍ صحنې ګوري.

۱۱. د تبلیغي جماعت برکتونه او د مسجد د نږدې والي ارزښت

که څوک خوشبخته وي، نو تبلیغي جماعت به یې ونیسي یا مسجد ته نږدې به کور ومومي. که نه، نو اکثریت خلک د دیني لحاظه یوازې پاتې کېږي.

۱۲. د دین محدود فکر

زیاتره خلک د دین تکمیل په دې کې ویني چې مسجد ته لاړ شي، لمونځ وکړي، او د اختر میله وکړي. خو هغه خلک چې په پاکستان او افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو کې د دین خدمت ته ژمن ول، دلته د دیني ماحول نشتون سخت احساسوي.

۱۳. د دیني ملګرو نشتوالی

صالحه ملګرتیا نادره ده، او که څوک یې وغواړي، نو اکثره مشائخ هم بوخت وي، ځکه چې دوی باید خپله سوداګري وکړي، خپل اولادونه له مکتبه راولي، او د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

۱۴. د مادیت وده او د دیني ژوند کمزوري

د دیني نصیحتونو سره خلک تر دې حد راجذبېدای شي، چې لمونځ وکړي، خو وروسته د مادي ژوند بوختیاوې دوی بیا د دین نه لېرې کوي.

۱۵. د نیکو ملګرو کمښت حس نه کېږي

په شروع کې د دیني دوستانو او اسلامي چاپېریال کمښت سخت محسوسېږي، خو ورو ورو زړه پرې عادي کېږي، لکه په زړه باندې قلف لګېدلی وي.

۱۶. د مسجد نه لرې کېدل او د سودي کور اخیستل

په ابتدا کې خلک مسجد ته نږدې کورونه خوښوي، خو کله چې دنده ومومي، بیا د سودي پورونو سره کورونه اخلي، او مسجدونه ترې ډېر لېرې شي.

۱۷. ګناه د ګناهکار ماحول کې عادي ښکاري

په اسلامي هیوادونو کې ځینې ګناهونه پټ کېږي، خو دلته ښکاره ترسره کېږي، او ورو ورو خلک عادي ورته ښکاري.

۱۸. د قرآن زده کړه آنلاین کېدلو خطرونه

ماشومان د مسجد پر ځای آنلاین قرآن زده کوي، او دا د تجوید او تلفظ خطاګانې رامنځته کوي، چې ټول عمر ورسره پاتې کېږي.

۱۹. د انساني ذهن غوښتنې زیاتېږي

کله چې د بریښنا، اوبو، او ګاز ستونزې نه وي، ذهن نوي غوښتنې رامنځته کوي، لکه iPhone اخیستل، Camping کول، او لوکس جامې اخیستل. دا سبب دی، چې خلک تل شکایت کوي چې پیسې نه پاتې کېږي.

۲۰. د سپیو بې حده شتون

په هر ځای کې د سپیو د ویښتو مشکل وي – که هغه washing machine وي، store وي، یا apartment hallway. دا ویښتان کور ته راوړل، شرعي او صحي خطرونه لري.

خلاصه د بحث دا شوه

د کفر په ملکونو کې د دیني ژوند ستونزې بې‌شمېره دي. د ایمان ساتنه یوازې د علماؤ، جماعت، او نیکو دوستانو سره په نږدې پاتې کېدو کې ده. هغه څوک چې دا وس نه لري، باید ښه فکر وکړي چې آیا هلته ژوند د دین او ایمان لپاره مناسبت لري که نه؟

اللهم احفظ علينا إيماننا، وأحينا مسلمين، وأمتنا مسلمين!

Donate

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟