اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
په اروپايې او يا غربي هيوادنو کې داسې کورنی شته چې خپله خور يا لور او یا هم نږدې خپلوان چې په خپل پلرني ټاټوبي کې اوسيږي په درواغو سره يو کس ته په خارج کې واده کوي ترڅو په دغه درواغو نکاح سره د هغه مملکت تابيعت تر لاسه کړي. داسې هم شويدي چې يوه منکوحه ښځه چې ميړه یې هم ژوندی وي په خارجی مملکت کې داسې يوه چا سره په درواغو نکاح کوي او کله یی چې د خارجي مملکت تابيعت ترلاسه کړ بیرته سره جدا کیږي.
نوموړي کسان چې په درواغو سره نکاح کوي د نکاح ټول شرایط به پوره کوي، یعنې په خپل پلرني ټاټوبي کې نکاح خط او هغه پورې مربوطه کارونه ، او همدارنګه کله چې خارجي مملکت ته راشي يوځل بیا حجاب او قبول پوښتنې ترې کيږي.
ايا په نوموړي دروغو نکاح سره د يوې انجلی نکاح وشوه او کنه ؟ او که چيرې ښځه ميړوښه وي نو په نوموړي نکاح سره د هغه مخکنئ نکاح فاسديږي او کنه ؟
د اسلامي شریعت په رڼا کې د داسې کسانو نکاح څه حکم لري؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د کفري هيواد د تابعت اخيستلو لپاره د اسلام په شعائرو لکه : نکاح او طلاق منډې وهل حرام دي .
په اسلامي شريعت کې نکاح هغه قوي عقد دی چې کله تر سره شي نو مهر ، نفقه ، نسب ټول ورباندې ثابت ګرځي ، همداسې طلاق چې تلفظ او يا وليکل شي واقع کيږي .
د منکوحې ښځې (کومه ښځې چې ميړه لري ) د هغه سره نکاح کول مطلق حرام دي .
په نکاح او طلاق کې چې کله شرائط تر سره شي که په درواغو او ټوګو سره وي واقع کيږي .
په حديث شريف کې راغلي : ثلاثه جدهن جد و هزلهن جد النکاح و الطلاق و الرجعة (ابن ماجه ،ترمذي ) .
يعنې : دری شيان دي چې جدي د هغه جدي وي ، او ټوکې د هغه جدي وي : نکاح ، طلاق او په طلاق کې رجوع
دا چې په غرب کې د اقامې د تر لاسه کولو لپاره په نمايشی شکل له خپلې ښځې طلاق اخلي او له بلې ښځې سره نکاح کوي حرام عمل دی او لاندې انحرافات پکې دي :
۱- درواغ ، د زور او درواغو شهادت .
۲- د يوې دنيوي ګټې لپاره د اسلام په شعائرو او احکامو لکه نکاح او طلاق باندې ملنډې وهل .
۳- د کفري هيواد تابعت قبلول چې هغه هم معاصرو فقهاؤ حرام بللی دی .