د کعبې شرېفې لنډه پېږندنه

د مکې مکرمې ښار د ځمکې پر مخ له ټولو ښارونو څخه محترم او غوره ښار دی چې تقريباً د ځمکې په وسط کې قرار لري ، په دغه ښار کې بيت الله شريف په برابر او موازي د [بيت المعمور] کوم چې د آسمان د مخلوق عبادت ځای دی قرار لري (يعنې دواړه بيتې يو د بل په برابر او موازي قرار لري ) .

بيت الله شريف لومړی ځل ملائيکو جوړه کړي ده وروسته بيا حضرت آدم عليه السلام ، حضرت شيث بن آدم عليه السلام ، حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام او وروسته د قريشو لخوا ورغول شوه چې خپله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه په رغولو کې برخه اخيستې او د قريشو د مشرانو په ګډون يې د حجر اسود ډبره په خاص ځای کې ځای پر ځای کړې ده .

وروسته بيا په کال د 65 هجري د حضرت عبدالله بن زبير او په کال د 74 هجري د سلطان مراد عثماني او په کال د 1417 هجري د ملک فهد لخوا رغول شوې ده .

بيت الله مربع شکله ده چې ابعاد يې په لاندې ډول دي :

–          طول يې د ملتزم لخوا 12.84متره

–          طول يې د  حطيم لخوا 11.28 متره

–          طول يې د رکن يماني او حطيم تر مينځ 12.11 متره

–          د رکنينو تر مينځ 12.52 متره

–          د حجر اسود لوړوالی 1.1 متره

–          د کعبې د دروازې اندازه (3.1×1.9) متره

حجر اسود :

حجره اسود هغه ډبره ده چې له جنت څخه راوړل شوې ده ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :[ نزلَ الحجرُ الأسودُ من الجنَّةِ وهو أشدُّ بياضاً من اللَّبنِ فسودتهُ خطايا بني آدم]

ژباړه: حجر اسود چې کله له جنت څخه راوړل شوه رنګ له شيدو څخه سپين ؤ وروسته د بنی آدمو د ګناهونو په وجه توره شوه (الترمذي 877 ) .

د دغه ډبرې طول 25 سانتې او عرض يې 17 ساتنې دي چې د سپينو زرو په يوه حلقه کې قرار لري .

مسجد الحرام :

د کعبې شرېفې چاپيره ساحه ،مطاف ( د کعبې چاپیره پراخه ساحه چې طواف پکې ادا کيږي ) او د هغه چاپيره د لمانځه ځايونو ته [مسجدالحرام] وايي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: [صَلاةٌ فِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَفْضَلُ مِنْ مِائَةِ أَلْفِ صَلاةٍ فِيمَا سِوَاهُ ] (احمد . 14284و ابن ماجه  1406 )

ژباړه : په مسجدالحرام کې يو لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله د يو لکو لمونځونو اجر لري (يعنې تقريباً د 55 کلونو د لمونځونو اجر لري ) .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [مَنْ طَافَ بِهَذَا الْبَیْتِ أُسْبُوعًا فَأَحْصَاهُ کَانَ کَعِتْقِ رَقَبَةٍ، لا یَضَعُ قَدَمًا وَلا یَرْفَعُ أُخْرَی ‏إِلا حَطَّ اللَّهُ عَنْهُ خَطِیئَةً وَکَتَبَ لَهُ بِهَا حَسَنَةً] ( ترمذی -959‏ ).

ژباړه : څوک چې له کعبې څخه اوه دورې طواف وکړي ، دا طواف دومره اجر لري لکه يو غلام ( يې چې د الله په لاره کې ) آزاد کړی وي ، د قدم له اخيستلو او پورته کولو وړاندې به الله تعالی دی له ګناهونو څخه پاک کړي او د ده د پاره به يو نيکي و ليکي .

د تاريخ په اوږدو کې د مسجد الحرام پراخوالی :

مسجد الحرام د اسلام په تاريخ کې څو ځله د خلفاء راشدينو او اسلامي حاکمانو لخوا پراخه شوی دی چې په لاندې توګه بيانيږي :

۱- حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه   638 م

۲- حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه    648 م

۳- حضرت عبدالله بن زبير رضی الله عنه     685 م

۴- وليد بن عبدالملک                             638 م

۵- ابو جعفر منصور عباسی                   638 م

۶- محمد مهدی عباسی                            638 م

۷- المعتضد العباسی                              638 م

۸- المقتدر العباسی                                 638 م

۹- ملک عبدالعزيز                              1955م

۱۰- ملک فهد بن عبدالعزيز                    1988 م

دا جومات (95 ) دروازې او (9) منارې لري چې د هرې منارې لوړوالی يې (89 ) متره ته رسيږي.

د مسجد الحرام نقشه

https://dawat610.com/wp-content/uploads/2013/08/maka.gif

د کعبې شرېفې نقشه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟