د کتاب مینه [1]

حامد افغان

له کتابه ناخبره او انټرنیټ کې ورکو ځوانانو ته د کتاب د اهمیت، ارزښت او له هغه سره د سلفو د میني کیسې لکه لیکنیزه لړۍ خو له مختلفو عنوانونو لاندې راجمعه کوم، تاسو دي ښه خبر وئ  زموږ اکثره ځوانان انټر نیټ او په ځانګړې توګه خواله رسنیو له کتاب او علم نه لیري کړل او روان حالات ښیي چې دا فاصله لا زیاتیږي، او که همداسي پاته شول خدای مه کړه “کتاب” به لرغونی توکی وګرځي او د ورډ او pdf په بيخونده او بیبرکته انځوريزو کرښو کې به په نیمژوانده مطالعو ځانونه دروهو، ویې منئ دا ستونزه جدي او درنه ده، جدي او خطرناکه یې ونيسئ او ځوانان کتاب او علم ته راوبولئ. د کتاب او علم د میني په اړه د سلفو دوه په زړه پوري بيلګي ستاسو درنو لوستوالو په خدمت کې وړاندي کوم، په دې هیله چې خوښي مو شي.

أبو بكر محمد بن الحسن بن دريد بن عتاهية الأزدي البصري الدوسي (223هـ/837م – 321هـ/933م) د عربي ادب او مختلفو علومو امام او مشهور شاعر تیر شوی دی، د ده په اړه دا خبره مشهوره ده چې وایي: ابن درید اعلم الشعراء  واشعر العلماء،  یعني په شاعرانو کې تر ټولو ښه عالم او په عالمانو کې تر ټولو ښه شاعر دی.

یاقوت الحموي په إرشاد الأریب (139/18) کې د ابونصر  المیکالي له خولي روایت کوي هغه وایې: موږ څو ملګرو په خپلو کې د مختلفو منتزهاتو او د سیل ځایونو یادونه کوله او ابن درید هم راسره ناست و، چا وویل:  “د دمشق غوطه ”  تر ټولو ښکلی د سیل ځای دی، نورو وویل د الابلّه نهر ډیر ښایسته ځای دی، ځینو نورو وویل: ” سغد سمرقند ” ډیر ښکلی ځای دی چاویل “نهروان بغداد ” ښایسته ده چا بیا ویل چې “د بلخ پسرلی ” تر ټولو ښایسته ده.

ابن درید وویل:  دا منتزهات او د سیل ځایونه د سترګو له پاره دي هغه د زړه واله کوم دي؟ موږ ورته وويل: ای ابوبکر! هغه کوم دي؟ ده وویل: د زړونو د سیل ځایونه دا ( کتابونه) دي: ” عیون الاخبار ” للقتبي،  ” الزهره ” لابي داود، او “قلق المشتاق ” لابن ابي طاهر،  او وروسته یې دا  څلوريزه وویله:

ومن تک نزهته قینة

وکأس تحت وکأس تُصب

فنزهتنا واستراحتنا

تلاقي العیون و درس الکتب

یعني که د چا د سیل له پاره ګډیدونکې ډمي وي، یو ګيلاس لاندي او بل ډکیدونکی وي، زموږ سیل او ارام د سترګو په مخامخ کیدلو او د کتابونو په لوستلو کې ده.

امام ابوالفرج ابن الجوزي رحمه الله (مړ597هـ) په مختلفو علومو کې څو سوه کتابونه لیکلي دي، ده په اتیا کلنۍ کې  له خپل زوی یوسف سره یو ځای له امام عبدالله ابن الباقلاني (مړ 593هـ) نه د لسو قراتونو درس زده کاوه! . امام الذهبي رحمه الله د دې روایت له نقل وروسته وایي: دې لوړ همت ته ښه ځیر شئ. (سیرالاعلام النبلاء للذهبي 377/21).

له کتاب او علم سره د میني په اړه مي د سلفو علماو له زرین تاریخ نه دا دوه بیلګې ستاسو حضور ته وړاندي کړې،  الله دي زموږ د کمپیوټري او انټرنيټي زمانې په طالب العلمانو او محصلینو رحم وکړي، نن سبا سره له دې چې همتونه سست شوې دي زموږ بوختياوې او لیوالتیاوې هم بدلې شوې دي، د کتاب د مینې ځای کمپیوټر او انټرنیټ نیولی ده د علمي بوختیا او څیړنو  پر ځای د ډلییزو اړیکو په ویب پاڼو کې له زرګونو ملګرو سره په عبث او چټي بحثونو او اړیکو بوخت وي، په داسي حالت کې د علم او زده کړې د لارې لارویانو ته د علم ترلاسه کولو په لاره کې مازي د اهل علم په څیر ويښته او لباس جوړول او څو معروف اصطلاحات کارول ورپاته دي . الله دي پر موږ ورحمیږي او الله دي زموږ همتونه لوړ کړي.

له کتاب  ســـره د مـــیني څو کیسې

حافظ او محقق محمد بن محمد بن الجزري (751هـ/833هـ) رحمه الله لیکي: خلکو د امام الشاطبي (پيدا:538هـ)  رحمه الله له کتابونو سره خورا زیاته مینه لرله، تر دې پوري چې زما سره په علم القراءات او علم الرسم کې په يوه جلد کې د ده دوه منظومې وې چې د السخاوي شاګرد الحجیج لیکلې وې؛ خلکو د هغو په وزن سپین زر راکول خو ما ورنه کړې.

 له علم او کتاب سره د میني په اړه د اندلس د یوه مسلمان واکمن الحکم المستنصر بالله ( 302 هـ/ 366 هـ) رحمه الله کیسه را اخلم، د دې ستر عالم او په علم او علماو مین پاچا د ژوند حالات بیخي عجیبه دي، د ده د ژوند حالاتو په لیدلو په انسان کې له کتاب او علم سره مینه زیاتیږي، د ده په زمانه کې ټوله اروپا د جهل په تیارو کې ډوبه وه خو  مؤرخين لیکي چې د مستنصر په زمانه کې پوهي او تعلیم دومره ترقي وکړه چې د اندلس ټول ولس په لیک لوست پوهیدل، د جوماتونو ترڅنګ یې مکتبونه او آن پوهنتونونه جوړ کړي و، د قرطبي جامع جومات خواته یې د هغه مهال د نویو علومو لوی پوهنتون جوړ کړی و، د وخت علماو ته به یې له معاش پرته نوري پیسې هم ورکولې او دا ورکړي یې بې له استثنا مسلمانو او نامسلمانو ټولو پوهانو ته ورکولې.

د مستنصر په اړه هسپانوي مؤرخ رامون مننډیز پیډل ( Ramón Menéndez Pidal) ـ ( 1869 ـ  1968) لیکي: د مستنصر په زمانه کې اندلسي خلافت خپل اوج ته ورسید، په ټوله هسپانيه یې سولییزه ولکه ټینګه کړه او په عامه توګه یې امنیت او ارامي راوستله.

راځو خپل مطلب ته، ابن حزم په جمهرة انساب العرب کې د مستنصر په اړه لیکي: ټول اندلس یې د مختلفو علومو له کتابونو ډک کړ، د ده خپل شخصي کتابتون 44 فهرستونه لرل، چې هر فهرست 50 پاڼي لرلې، په دې کې یواځي د ده د کتابونو نومونه لیکلي وو، عجیبه خو دا وه چې په دې کتابتون کې له ګوتشمیر کتابونو پرته په نورو ټولو د ده په لاس لمنلیکونه او حاشيې کښل شوې وې!! او دا لمنلیکونه د ده معاصرو او له ده وروسته علماو ډېر ستایلي او هغه یې ګټور بللي دي، او د هغه د علم او پراخي مطالعې اعتراف یې کړی ده.

ابن الأبّار القضاعي په الحلة السيراء کې لیکي: مستنصر د کتابونو په راجمعه کولو خورا زیات مصرف کاوه، نورو هیوادونو ته به یې خلک لیږل څو ګټور کتابونه پیدا او رایې وړي، دا کتابونه دومره زیات شول چې د قصر په کتابتون کې نه ځایېدل، او د قصر خواته یې د “مکتبة قرطبة” په نوم ځانکړی کتابتون ورته جوړ کړ، په دې کتابتون د کتابونو شمیر 400 زره ته ورسید، الحکم مستنصر له کتابونو سره دومره مینه لرله چې د عراق مشهور ادیب ابو الفرج الاصفهاني ته یې 1000 ديناره ولیږل څو د هغه کتاب ” الاغاني” په عراق کې له خپريدلو مخکي هغه ته ولیږي. المقري لیکي چې کتاب د عراق وراقینو ته له رسیدلو مخکي اندلس ته والوت.

د داسي علمپالو او کتابپالو واکمنو په برکت په اندلس کې له کتاب سره د میني کچه له دې کیسه ګۍ نه ښه معلومولی شو، شیخ الطنطاوي په فصول في الثقافه و الادب کې دا کیسه راخیستې ده: یوه کتاب ته یې ضرورت پیدا شو، له ډېري پلټني وروسته یې پیدا نه کړ، چا ورته وویل د قرطبي په بازار کې له یوه دلال سره شته، هغه ته ورغی د کتاب اخیستلو په مهال یوه بل شتمن سړي پیسې ورزیاتي کړې، چې ده به یوه زیاتوله هغه به پنځه زیاتولې، اخیر هغه دومره زیاتي کړې چې د عالم له وسه خبره پورته شوه او هغه شتمن سړي کتاب  واخيست، عالم ورته وویل: صیب! زه دې کتاب ته زیاته اړتیا لرم که د یوې شپې له پاره یې ماته راکړې؟ هغه ورته وویل: باور وکړه زه په کتاب نه پوهیږم یواځي د کتاب شکل خوند راکړ او په کتابخانه کې مي د دې حجم یو کتاب کم و. چې ستا دومره ضرورت ده ورته تا ته مي بښلی دی، او کتاب یې عالم ته ورکړ.

له کتاب سره د میني په اړه د ابو الحسن علي بن احمد الفالي کیسه هم ډېره دلچسپه او خوندوره ده، له ده سره د ابن درید د الجمهرة کتاب یوه ښایسته نسخه وه، یو وخت د سخت ضرورت لامله د هغه خرڅولو ته اړ شو، او په یو چا یې په 60 ديناره (255 ګرامه سره زر) خرڅ کړ، کله چې هغه سړي کتاب خلاص کړ د ابو الحسن الفالي شعرونه یې ولیدل چې په کتاب یې لیکلي و، په شعرونو کې یې ویلي و چې که د پورونو له لاسه مي ډېر کلونه په بندیخانو کې تیر کړي وی بیا به مي هم دا کتاب نه و خرڅ کړی او د کتاب خرڅولو لامل یې له زغمه وتلی فقر او مسکنت یاد کړی و، کتاب اخیستونکي چې شعرونه ولیدل زړه یې نرم او مهرباني یې راوخوټیدله، بیرته یې کتاب وروړ او هغه پیسې یې هم وروبښلې.

دا کیسې پرته له تبصرو زړونو ته ننوځي، په دې هیله چې ګران لوستوال په دقیقه توګه غور پرې وکړي، او الله دي وکړي چې دا کیسې له کتاب او علم سره د میني او اړیکو په زیاتیدلو کې زموږ او ستاسو مرستندویه ثابتي شي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟