اسلام علیکم ورحمته الله وبرکات
محترمو استادانو او د اسلامی نړی ستنو د تاسو له زحمت او تکلیف څخه یو نړی مننه چی اسلامی لارښونی کوی.
دوه سوالونه لرم هغه دا جی آیا دهغو مسلمانانو له شرکتونو سره چی د کفارو لپاره مواد جوړوی او یا د هغو په پیسو باندی کار کوی ددی شرکتونو سره کار یا مزدوری کول هم حرام دی او که ځنګه لکه نن په افغانستان کی؟
او دوهمه پوښتنه داده جی ایا د حربی کفارو مال حلال دی او که حرام دی که ځوک یی ځنی غلا کړی او په بله طریقه یعنی جل ورسره ورکړی اوبیا مجاهدینو ته ورکړی؟
مننه د ځواب په انتظار
محمود صالحي وردګ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دا چې د حربي کافر يا هغه کمپنۍ چې د هغوی سره کار کوي کار کول څه حکم لري تفصيل دلته وګورئ
دوهم : داچې د کافر څخه غلا رواده او که نه ؟
نه مسلمان غل صفته ، خاين صفته او فريب ورکونکی نشي کيدای ، غلا ، توکه په اسلام کې حرام دي لويې ګناوي دي که د کافر څخه وي او که د مسلمان څخه حرام دي .
وقال النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (لَعَنَ اللهُ السَّارِقَ ) . رواه البخاري (6783) ومسلم (1687) او د سارق يا غله حد په اسلام کې د لاس پرې کول دي .
فريب او توکه ورکول حرام او په اړه يې سخت وعيد دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ومن غشنا فليس منا (راوي : ابوهريره – المسلم 101) يعنې : فريب وركونكي له موږ څخه نه دی
په اسلام کې خيانت ، غلا ، رشوت او فريب وجود نه لري بلکي د عدل او انصاب دين دی :
(وَيَا قَوْمِ أَوْفُواْ الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ ) هود85
او ای زما قومه ، پيمانه او تله په انصاف سره پوره ورکړئ . خلکو ته د دوی شيان مه کموئ او په ځمکه کې فساد ته لاس مه اچوئ .
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ (النساء 29 )
ای مؤمنانو ! په ناحقه سره يو د بل مالونه په خپلو منځونو کې مه خورئ .
په پورته آیتونو کې د الناس کلمه عامه ده يعنې کافر او مسلمان باندې د هغه اطلاق کيږي .
او دا چې خلک وايي د حربي کافر مال مباح دی هغه د هر چا د پاره مباح نه دی بلکې د حربي کافر اسير او د هغه څخه نيول شوی مال غنيمت دی هغه به د مسلمانانو مسئول امير ته سپارل کيږي او هغه به يې د اسلامې شريعت له مخکې تقسيموي .
ځکه په غلا کې له خلکو څخه په ناحقه سره مال په پټه وړل کيږي چې په اسلامې شريعت کې داسې کول حرام او د داسې جزا د پاره حد ټاکل شوی دی .
او د جهاد په وخت کې چې د کفارو څخه کوم مال نيول کيږي نو هغه په حکم د في او غنيمت کې دی کوم چې د مجاهدينو د پاره الله جل جلا له حلال ګرځولی دی قوله تعالی : ( فكلوا مما غنتم حلالاً طيباً ) ولفعله صلى الله عليه وسلم في حروبه وجهاده مع الكفار ، وسلبه لأمتعتهم وأموالهم .
و الله تعالی اعلم