د کافر سره ملګرتيا کول جايز دي ؟

سلامونه او نیکی هيلي می ومني ،پوشتنه می داده  چی زه یو محصل یم او زما یو ملگري چی هغه هندو دي هغه ما سره ديره مينه کوي ،زما اطاق ته رازي، راسره چای سکي، ناست وي پدي کی خو زما سه گناه نه وي،مننه

محمد عالم

ايا د مسلمان او کافر ترمنز ملګرتيا جايزه ده
زما فيسبوک ی یو فرند دی او هغه سره چت او خبری کوم او غوارم چی دهغه زره لاس ته راورم او داسلام دعوت ورته ورکم که هغه قبول نه کر
سنگه وکرم؟
ایا بیا ورسره دوستی کولای شم؟

معسود الله


 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم کافران چې د مسلمانانو سره د جنګ په حالت کې دي د هغوی سره معاملات او تعلقات حرام دي ځکه د هغوی پر وړاندې د جنګ اعلان دی .

قوله تعالی : [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9] ) ً

ژباړه: «الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د  هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې  او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان».

مګر هغه کافران چې د مسلمانانو او اسلام پر ضد جنګ نه کوي د هغوی سره د ضرورت پر مهال معاملات او تعلقات د اسلامي شريعت په چوکات کې جايز دي په شرط ددې چې د هغه سره د زړه مينه ، د هغوی د عقائدو سره علاقه ، د هغوی مشابهت بالکل نه وي .

 

دوهم :

د کافرو دعوتول اسلام ته د هر مسلمان دنده ځکه دا د اسلامي امت مسئوليت دی او دا د ستر اجر او لويې بدلې کار دی .

عَنْ أَبِي رَافِعٍ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 )

له ابی نافع نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.