عبيد الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کافر حق پټوونکي او د حق څخه انکار کوونکي ته وايي ، لکه د الله تعالی د توحيد څخه انکار ، د الله تعالی د اوامرو ، رسولانو ، کتابونو او نور څخه انکار ، نه منلو او پټولو ته کفر وايي .
مشرک د الله تعالی څخه پرته د بل څه عبادت کوونکي ته وايي لکه : بت پرستنان او نور .
شرک او کفر پر يوه معنی هم دلالت کوي ، مشرک ته کافر ويلای شو او کافر ته مشرک ويلای شو دواړه د حقې لارې منکرين دي .
جاء في شرح صحيح مسلم / امام نووي رحمه الله :
” الشرك والكفر قد يطلقان بمعنى واحد وهو الكفر بالله تعالى ، وقد يفرق بينهما فيخص الشرك بعبادة الأوثان وغيرها من المخلوقات مع اعترافهم بالله تعالى ككفار قريش ، فيكون الكفر أعم من الشرك ” انتهى .
“شرح صحيح مسلم” (2/71).
اهل کتاب :
اهل کتاب د آسماني کتاب خاوندانو ته وايي لکه : يهود او نصارا .
يهود ځانونو ته د موسی عليه السلام پيروان او نصارا ځانونو ته د عيسی عليه السلام پيروان وايي .
په يهودو او نصاراؤ د کفر او شرک دواړه اطلاق کيږي ، کافر ځکه دي چې پخپل دين باندې کافر شوي ، حق يې پټ کړی دی ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم رسالت يې پټ او د خپل دينې حکم څخه يې انکار کړی دی ، خپل دين يې تحريف کړی دی .
او د شرک اطلاق ځکه ورباندې کيږي چې دا دواړه ډلې مشرکين دي ، يهود د «عزيز ابن الله) عقيده لري او نصارا د تثليث شرکي عقيده لري .
لقوله سبحانه وتعالی : ( وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ . اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ) التوبة/30،
او د کفر اطلاق يې په دغه آيت کريمه کې بیان شوی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : ( لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنْفَكِّينَ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ ) البينة/1 .
بلاخره ويلای شو چې ايمان مدار په مؤمن به شيان ايمان راوړل دي :
لقوله سبحانه وتعالی :[آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ] (البقرة: ۲۸۵).
ژباړه : رسول او مؤمنانو په هغه څه ايمان راوړی دی چې رسول ته نازل شوي دي . دوی ټولو په الله ، او د هغه په ملائکو ، او کتابونو او رسولانو ايمان راوړی دی .
الإيمان : أن تؤمن بالله، وملائكته، وكتبه، ورسله، واليوم الآخر، وتؤمن بالقدر خيره وشره (رواه مسلم) .
پورته مؤمن به شيان په اجمالي توګه بيان شوي .
ځکه دا اجمالي ايمان دی چې تر هر رکن لاندې ټول احکام او اوامر شامل دي ، په الله تعالی ، د هغه په رسول او په قرآن باندې د ايمان لرلو مقصد دا دی چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ټول اوامر به مني ،ټول رسولان به مني ، ټول کتابونه به مني ، ټول قرآن به مني حتی د قرآن د يو آيت څخه ، يوې کلمې او يو حرف څخه انکار کفر دی .
امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، جهاد او نور په قرآن او سنتو ثابت دي منکر يې کافر دی .
د شرابو ، زنا ، سود ، رشوت او نور حرمت په قرآن او سنتو ثابت دي د حرمت څخه منکر يې کافر دی .
او څوک چې د رسول صلی الله عليه وسلم د رسالت او قرآن منکر ته کافر نه وايي هغه په اجماع د امت کافر او مرتدد دی ځکه د پورته ټولو نصوصو څخه منکر دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
و ماتوفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب