د کابل هوا څومره ککړه (آلوده) ده؟

📌 ژباړه او زیاتونه: انجنیر جوادالله (جاهد) 📚

📌 ناشر:دعوت نیوز.کام👇

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د افغانستان پلازمېنه کابل ښار د دغه هیواد یو لوی او اقتصادي ښار دی چې د نورو ټولو ولایتونو او ښارونو په کچه په کې ډېر زیات (شاوخوا ۴.۲ میلیون) کسان ژوند کوي.

دغه راز په یاد ښار کې ورځ تر بلې د صنعتي کارخونو فعالیتونه، ساختماني چارې او نور فعالیتونه د ډېرېدو په حال کې دي چې له امله یې د دغه ښار هوا هم ککړه او هر کال ژمی بیا ډېره ککړېږي.

که څه هم کابل ښار د جغرفیايي موقعیت په اساس غرنی سیمه کې دی؛ خو بیا یې هم هوا په شدت او سرعت د ککړېدو په حال کې ده او د نړۍ د هغه ښارونو په کتار کې دی چې هوا یې آلوده او ککړه ده.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹ مېلادي کال کې د کابل ښار د PM2.5 کچه 58.8 μg/m³ ښودل شوې ده چې له دې امله دغه ښار د هوا د ککړتیا په درجه بندۍ کې په ‘unhealthy’ درجه یعنې هغه ښار یا سیمه چې هوا یې د روغتیا لپاره مناسبه نه ده راغلی.

‘unhealthy’: دغه درجه بندي د هغه سیمو او ښارونو لپاره کارول کېږي چې د PM2.5 کچه یې د 55.5 ـــ 150.4 μg/m³. ترمنځ وي.

په داسې حال کې چې د هوا د ککړتیا دغه درجه بندي مناسبه او صحي نه ده، د دې درجه بندۍ هوا د کیفیت له اړخه کمزورې ده، په ترکیب کې یې دود، دوړې او ځوړند ذرې (معلق ذرات) چې هوا ککړوي شامل دي او د ښار د خلکو روغتیا ته ډېر سخت زیان رسوي.

 

کابل په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د هوا د  μg/m358.8 درجې له امله د نړۍ د آلوده ښارونو په ډله کې ۷۰ام ځای خپل کړ، په دې مانا چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې  په ټوله نړۍ کې کابل ۷۰ام هغه ښار و چې هوا یې ډېره ککړه وه، البته د معلوماتو له مخې په همدې کال کې د هند غازي آباد ښار د نړۍ په کچه د ککړې هوا په درجه بندۍ کې لومړۍ مقام درلود.

 

د کابل د آلوده او ککړې هوا له امله په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان د نړۍ په کچه تر منګولیا، پاکستان او بنګله دیش وروسته څلورم هغه هیواد وبلل شو چې هوا یې ککړه او د روغتیا لپاره مضره ده.

له دې معلومېږي چې د کابل ښار د هوا ککړتیا باید عادي ونه ګڼل شي او پاک ساتلو لپاره یې نه ستړې کېدونکي هلې څلې ترسره شي.

په کابل کې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه څه دي؟

پر صنعتي چارو او فعالیتونو سربېره کابل کې ډېری خلک لا هم برېښنا او د ژوند نورو اسانتیاوو او ضرورتونو ته لاس رسی نه لري، له دې امله د کابل ښاریان هڅه کوي چې د پخلي، کورونو د تودولو او کوچنیو کارونو لپاره د اړتیا وړ انرژي (تودوخه) د بېلا بېلو توکو د سوځولو له لارې برابره کړي.

دا هم د یادونې وړ ده چې اکثریت خلک د تودوخې د تولید لپاره له پلاستیک، رابر، لرګیو، د ډبرو سکرو او نورو توکو څخه استفاده کوي، نو له همدې امله د کال په سړو میاشتو (ژمي) کې د کابل ښار د هوا د ککړتیا کچه لوړېږي.

د ارګانیک توکو (تېلو، ګاز، لرګیو، پلاستیکي توکو، ټایرونو، رابر) د سوځولو پر مهال تولید شوی دود او ګرد د ښار د فضا کې د هوا د ککړتیا درجه لوړه کړي.

ډېری نور عوامل لکه خرابې او خامه لارې هم شته چې په فضا کې د معلقو ذرو لکه PM2.5  او PM10 د اندازې د ډېرېدو سبب کېږي. په دې سربېره په یوه سیمه کې له اندازې د ډېرو کورو او ودانیو جوړول، د نفوس ډېروالی هم د هوا په ککړېدو کې د پام وړ برخه لري.

پورته ذکر شوي د هوا د ککړېدو ټول عوامل سره یو ځای کېږي او د ښار هوا ککړوي، که په لنډه ووایو د نفوس ډېروالی، ساختماني چارې، خپل سرې ودانۍ، حمامونه، نوانوایۍ، سیلوګانې او شیریني پزۍ، د خښتو بټۍ، د قیرو د مخلوط فابریکې، دوړې او معلق ذرات، صنعتي چارې، نقلیه وسایل، برقي ستیشنونه، پلې لارې، وارداتي تیل، جنراتورونه او یو شمېر نور موارد د کابل کې د هوا د ککړتیا عمده عوامل دي. البته د یادونې وړ ده چې په دې مواردو سربېره ځينې نور عوامل هم شته چې د کابل ښار د هوا د ککړېدو سبب جوړ شوي دي.

 

کابل کې د هوا اصلي الوده کوونکي څه شی دي؟

پورته مو یادونه کړې چې کابل کې د حرارتي انرژۍ د تولید لپاره تر ډېره پلاستیک، رابړ او نور مواد سوځول کېږي چې د سوځېدو په نتیجه کې یې د هوا په ترکیب کې ډېر زیات مضر کیمیاوي مواد او درانه ذرات جمعه کېږي، چې د تنفس پر مهال د تنفسي سیستم له لارې د انسان بدن ته داخلېږي (په ځینو مواردو کې آن د وینې جریان ته داخلېږي) چې له امله یې د انسانانو روغتیا ته ډېرې بدې پایلې لري او انسان له شدیدو امراضو سره مخ کوي.

د پلاسیتک د سوځولو له امله بېلا، بېل ګازي ترکیبات لکه فوران (furans)، دی‌اکسین (dioxins)، پولي کلورونت بیپینلونه (polychlorinated biphenyls) او دغه راز زهرجن فلزونه (toxic metals) لکه کاربن او سیماب هوا ته افرازېږي چې د یادو کیمیاوي موادو له امله د انسان روغتیا له خطر سره مخ کېږي، شنې ساحې او ایکوسیستم له منځه ځي.

په یادو کیمیاوي موادو سربېره د هوا نور ککړوونکي (الوده کوونکي) مواد لکه د سیلیکانونو (silica) او (gravel dust) چې د خامه لارو او ساختماني ودانیو څخه ازادېږي د کابل د هوا د ککړېدو لامل شوي دي. دغه ذرات کولای شي د تنفسي سیستم له لارې سږیو ته داخل شي او د تنفسي سیستم د متضرر کېدو لامل شي.

په یاد ولرئ چې نقلیه وسایل (موټر، موټرسایکل او …) هم د کابل ښار د هوا او چاپېریال د ککړېدو لامل کېږي ځکه په یادو وسایلو کې د سوځېدونکو تېلو او ګازو د مصرف له امله مضر ګازونه هوا ته ازادېږي.

په لنډه که ووایم د کابل ښار د هوا مهم الودګي کوونکي (furans، dioxins، polychlorinated biphenyl، toxic metals، silica، gravel dust، NO2، SO2، CO2 او نور دي).

 

 

د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

د هوا د ککړتیا له وجې د انسانانو ژوند له سختو مشکلات سره مخ کېدای شي چې د مخنیوي لپاره یې تر ټولو مهمه لار د هوا د ککړتیا د عواملو له منځه وړل دي، په دې برخه کې د هر هیواد دولتي مسؤولین او عام وګړي جلاــ جلا مکلفیتونه لري، په دې برخه کې ځينې مهم موارد په لاندې ډول بیانوم:

  • په هغه ورځو کې چې هوا ککړه او او آلوده وي د حمل او نقل له عمومي وسایلو استفاده وکړئ، شخصي موټر او نور د انتقال وسایل مو ودروئ.
  • د برېښنا په مصرف کې صرفه جويي وکړئ؛ ترڅو کمه انرژي مصرف شي او چاپېریال ته کم تاوان ورسېږي.
  • له هغو محصولاتو استفاده وکړئ چې څو ځله د استفادې وړ وي، دا کار د هوا د ککړتیا په کموالي کې مهم دی.
  • په باغچو او نورو ممکنه ځایونو کې شنه نباتات او ګلان وکرئ.
  • د اضافي سون توکو (لرګیو، ډبرو سکارو…) له سوځولو ډډه وکړئ.
  • د سګریټو او نورو نشه يي توکو له استعال څخه ډډه وکړئ.
  • د ګازي کولر پر ځای له پکې یا نورو وسایلو استفاده وکړئ.
  • په کورونو او نورو ودانیو کې د حرارتي انرژۍ د تولید پر مهال دودکشو کې د دود د کنټرول له وسایلو (ځانګړو فیلترونو) څخه استفاده وکړئ.
  • زبالې (یا کورونو کې اضافه شوي توکي) مه سوځوئ.
  • د کورونو ښیښې مو تړلې پرېږدئ.
  • بیرون ته د وتلو پر مهال له طبي ماسک استفاده وکړئ.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟