۱: یو صریح سبک کولای شي چې یو مهم ذهني انځور رامنځته کړي نو د همدې له امله د لغتونو او کلماتو په ټاکنه کې پاملرنه وکړئ.
۲: د لیکلو پر مهال له یوې ساده ژبې څخه ګټه واخلئ.
۳: کوشش وکړئ چې مثبتو موضوعاتو باندې فوکس ولرئ دا به ددې لامل شي چې ډېر کسان ستاسو د لیکنو د لوستلو له پاره علاقه وښیي.
۴ کله کله یو لغت یا یو کوچنی عبارت هغه څه وي چې مونږ یې په لټه کې یو نو هڅه وکړئ د لیکلو له پاره لنډې خو پر مانا او پر مفهومه لغتونه او جملې وکاروئ.
۵: لیکنیزو ارتباطاتو او اړیکو په اړه معلومات ولرئ او پر دې وپوهېږئ چې څرنګه کولای شئ په یوه لیکنه کې د کلمو،عبارتونو او جملو تر منځ منطقي تړون او اړیکې رامنځته کړئ.
۶؛ غیر رسمي لیکونه په نوي، په زړه پوری سبک او په جذابه بڼه باندې ولیکئ.
۷: لوی او پراخ متنونه او مطالب د عناوینو په مرسته سره بېل کړئ .
۸: خپل اطلاعات او معلومات راټول او د همغو په اساس ځانته د لیکلو اندازه معلومه کړئ او په داسې بڼه یې ترتیب کړئ چې تاسې وپوهېږئ د هرې پاڼې په لیکلو ستاسې اطلاعاتي بار کمېږي حتی ددې له پاره چې لیکنه مو غیر منظمه نه شي او پر دې ډاډه شې چې هیڅ یوه موضوع له تاسو نه ده پاتې شوې نو دا ځانته جوته کړئ چې په هره پاڼه کې باید څه ولیکئ.
۹: لیکنیز الفاظ مو چې څومره عام فهمه وي همغومره به ستاسې د لیکنې ارزښت ډېر وي.
۱۰ : د لیکنې پر مهال اضافي کلماتو او غیر ضروري معلوماتو ته ځای مه ورکوئ بلکې د هغه څه د ویلو په هڅه کې ووسئ چې تاسې یې غواړئ د همدې لیکنې په مرسته تر نورو ورسوئ.
۱۱: هغه وخت د یو څه د لیکلو له پاره زړه ښه کړئ چې په اړه یې هر اړخیز معلومات ولرئ .
۱۲: د لیکنې له پاره د ښه سبک ټاکنه، کولای شي چې د لیکوونکي، ویونکي او اورېدونکي ترمنځ یوه ښه اړیکه رامنځته کړي.
۱۳: لومړی خپله دا ډاډ تر لاسه کړئ چې څېړنه مو کره او منسجمه ده او وروسته یې د لیکلو په مرسته نورو ته ډاډ ورکړئ .
۱۴: مخکې له دې چې قلم واخلئ لومړی خپل مخاطب او موخه مشخص کړئ.
۱۵: اکثره لغتونه داسې متعددې ماناوې لري چې یوه مانا یې له بلې څخه څه ناڅه توپیر لري نو تاسې داسې لغتونه وکاروئ چې به متن کې ابهام او پیچلتیا رامنځته نه کړي.
۱۶: ډېره مطالعه یو انسان ته ډېره لغوي پانګه په لاس ورکوي او ګڼه لغوي پانګه کولای شي چې تاسې سره د نوې تخلیقي او تحقیقي لیکنو، لیکلو ته لاره هواره کړي.
۱۷: مخکې له دې چې یو مطلب خپلې لیکنې ته انتقال کړئ نو لومړی ورته تاسې خپله انتقادي کتنه وکړئ.
۱۸: ددې راز ومومئ چې څرنګه نورو متخصیصونو ستاسو په څیر ورته مساییل په لوړه کچه او اعلا بڼه څېړلي دي.
۱۹: له کلیشوي او پردو ژبو لغتونو له کارولو څخه ډډه وکړئ.
۲۰: لومړی په ازاده بڼه لیکل وکړئ وروسته یې بررسي او پاک نویس کړئ.
۲۱: لیکنیزه موضوع مو په غور سره وتاکئ تر څو چې ستاسو عقایدو سره په ټکر کې رانشي.
۲۲: د اصلي محتوا له لیکلو څخه مخکې یوه کوچنۍ سریزه ولیکئ او په دغه سریزه کې لوستونکو ته د خپلې لیکنې اساسي ټکي،موخې او اهداف روښانه کړئ.
اخځلیک: بنی هاشمی،کاظم.(۲۰۱۴) اصول نگارش کارامد،تهران:ویبلاگ جامع بازاریابی.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219