اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته عمرحماد له تهرانه پوښتنه لرم هغه داچې دښځې پرهغه ګاڼه یعنی طلا اوسپینوزروباندي چې په ورځني ژوندکې استفاده ترې کوي زکات لازمیږي اوکه نه؟ که چیري لازمیږی اندازه یي څومره ده اوهمدارنګه دګرام اومثقال ترمنځ نسبت څشی دی یعنی به دقیق ډول یوګرام څومثقاله کیږي اویاددې برعکس؟؟ مننه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
سره زر يا طلا چې کله نصاب ته ورسیږي کال ورباندې تير شي که په ورځني ژوند کې استفاده ورڅخه وشی او يا ونه شي زکات ورباندې فرض دی .
تفصيل دلته ولولئ
د سرو زرو د زکات نصاب (20) طلايي مثقاله دی چې د جمهورو معاصرو فقهاؤ په نزد (85) ګرامه کيږي .
يو مثقال = 4.25 ګرام سره
د زکات اندازه څلويښتمه برخه يا 2.5%
مثلاً که څوک 90 ګرامه سره زر ولري نو د زکات اندازه مساوي کيږي په :
90÷40=2.25 gr
د 2.25 ګرامه مستعملو زرو زرو نرخ به د زکات پر مستحقينو وويشي .
آن لاين اسلامي لارښود