د ښځي د عدت تیرولو دلایل څه دي؟
بصير احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که مقصد مو د خاوند د مرګ وروسته عدت د هغه شرعي دليل دا دی :
الله سبحانه وتعالی فرمايي :
[وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا] (البقره:234)
ژباړه : د تاسې څخه چې څوک ومري او کونډې يې پاتې شي نو هغوی دې پر خپل ځان څلور مياشتې او لس ورځې عدت تير کړي .
د خاوند د مرګ وروسته به ښځه څلور مياشتې او لس ورځې عدت تيروي .