د ښځې امامت

د ښځې امامت

د ښځينه امامت جایز دی او که ناجایز اودلیل یی سه دی؟

عبدالجبار درويش – جلال آباد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امت په دې باندې اتفاق دی چې د امامت کبری (رياست او مشري) او امانت ضعری ( د لمانځه امامت ) کې ښځه په نارينه باندې مشري او امامت نشي کولای ، بلکي الله تعالی نارينه پر ښځو مشران او امامان ګرځولي دي .

[الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ] (النساء ۳۴)

ژباړه: سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله ځېنې د دوی ته پر ځېنو نورو فضيلت ور کړی دی او له دې امله چې نارينه (د ښځو لپاره) خپله شتمني لګوي.

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«…وَخَيْرُ صُفُوفِ النِّسَاءِ آخِرُهَا » ( د ښځو غوره صفونه آخري صفونه دي ) . (رواه مسلم ) .

جاء في موسوعة الفقهية :

يُشْتَرَطُ لإِمَامَةِ الرِّجَالِ أَنْ يَكُونَ الإِمَامُ ذَكَرًا ، فَلا تَصِحُّ إِمَامَةُ الْمَرْأَةِ لِلرِّجَالِ ، وَهَذَا مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ بَيْنَ الْفُقَهَاءِ .

مګر د ښځينه لپاره د ښځې امامت جايز دی .

جاء في الموسوعة الفقهية :

أَمَّا إِمَامَةُ الْمَرْأَةِ لِلنِّسَاءِ فَجَائِزَةٌ عِنْدَ جُمْهُورِ الْفُقَهَاءِ ( وَهُمُ الْحَنَفِيَّةُ وَالشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ ) وَاسْتَدَلَّ الْجُمْهُورُ لِجَوَازِ إِمَامَةِ الْمَرْأَةِ لِلنِّسَاءِ بِحَدِيثِ أُمِّ وَرَقَةَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَذِنَ لَهَا أَنْ تَؤُمَّ نِسَاءَ أَهْلِ دَارِهَا .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟