نوم : نوم مې مه ليکۍ
پو ښتنه که سړی د ښځې تی وروي څه حکم لري زه ذيات وخت داسې کوم چې د ښځی تی په خوله کې نيسم چې کله مې شيدی تر ستونی تيری شي .
ځواب د ښځی د پيو رودل حرام دی .
تفصيل :
که په وخت د اختلاط د جماع کې يو سړی د خپلی ښځی تی وروي پداسې حال کې چې د پيو د نشتوالي پوره يقين وي نو جائز دی او په نکاح کې څه خلل نه راځی .
فتاوي دارالعلوم ديوبندی ج ۲ ص ۷۳۸
د نکاح حرمت هلته ثابتږي چې تر دوه کلنی نه په کم عمر کې وي .
حديث شريف : نه حراميږي مګر هغه شيدی چې يو طفل ته ور رودل کيږي چې هغه له شيدو څخه بيل شوي نه وي (روا ترمذی ).
يعنی هغه شيدی د حرمت باعث ګرځي چې طفل له دؤ کالو څخه کم وي يا د امام ابوحنيفه په نزد دوه کاله او شپږ میاشتی وي او ددی سن نه پورته باعث د حرمت نه ګرځي .
فقه جامع اهل سنت .
که سړي د خپلی ښځی شيدی وروي (وڅښي) ښځه ورباندې نه حراميږي ، ولی داسې کول حرام دی ځکه چې د تي د بيلتون له سن نه پورته د انسان د شيدو څښل حرام دی .
ولانتفاع به بغير ضرورة حرام شرح التنوير ج ۱ ص ۲۱۲
جنتی زيور حکيم الامت اشرف علی تهانوي رح.