اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
له پاک خدایه تاسو ته دی دنیا او آخرت بریالیتوبونه غوارم،
پوښتنه می دا دی چی د نجونو لپاره د نوکانو د رنگولو اسلامی حکم څه دی او آیا رنگ شویو نوکانو سره لمونځ صحیح دی او که څرنګه، هیله کوم دی نبوی احادیثو او مبارکه آیاتو پر بنسټ مفصل معلومات راکری، مننه!
افضلی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نجونو او ښځو د پاره په نکريزو (حنا ) باندې د نوکانو رنګول جايز دي
په دليل د دغه حديث شريف : له عائشه رضي الله عنها نه روايت دی چه: «أومت امرأة من وراء ستر بيدها كتاب إلى رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقبض النبي -صلى الله عليه وسلم- يده، فقال: ما أدري أيد رجل أم يد امرأة قالت: بل امرأة، قال: لو كنت امرأة لغيّرت أظفارها، يعني بالحناء» (أبوداود والنسائي).
يوې ښځې د پردې د شا نه پخپل لاس سره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ليک ورکړ ،آنحضرت صلی الله عليه وسلم خپل لاس مبارک بيرته کړ او ويې فرمايل : زه نه پوهيږم چه آيا دغه لاس د نر دی او که د ښځې ،ښځې وويل : د ښځې لاس دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې وفرمايل : که چېرې د ښځې لاس وای نو خپل نوکان به يې په حنا (نکريزو) رنګ کړی وای .
مګر د نوکانو په رنګ يا رنګ ناخون باندې کوم چې اوس عصر کې مروج دی د رنګ شويو نوکانو سره اودس او غسل په اتفاق د معاصرو فقهاؤ نه صحي کيږي ځکه چې دا رنګ يو ځانګړی پوښ او جسم لري .
جاء فی فتاوی عالمګيری : اولزق باصل ظفره طين يابس او رطب لم يجز ( عالمګيري ) .
جاء في فتاوى اللجنة الدائمة (5/218) :
( إذا كان للطلاء جرم على سطح الأظافر ، فلا يجزئها الوضوء دون إزالته قبل الوضوء ، وإذا لم يكن له جرم أجزأها الوضوء كالحناء ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم