د ښځو تصويرونو ته کتل څه حکم لري ؟

د ښځو تصويرونو ته کتل څه حکم لري ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

پوښتنه لرم هیله ده چی ځواب یی راکړی

د نامحرمو ښځو تصویرونو ته کتل که حجاب ولری او یا عادی جامی په غاه ولری یا  دتلویزن په صفحه وی  او  یا  د کمپیوتر په صفحه وی  داسلام په رڼا کی څه حکم لری

رحمان خان /کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

بې ضرورته د ذی روح تصويرونه اخيستل لکه انسان ، حيوان ، مرغه و غيره حرام دي ځکه چې په اړه يې ډير سخت او شديد وعيدونه ذکر شوي دي ، ضرورت لکه : تذکره ، پارسپورت و غيره .

ستره فتنه د ښځو تصويرونه ، فلمونه ، سريالونه او نور دي .

ټول هغه تصويرونه چې لوڅ او نيمه لوڅ وي نشرول يې فحاشت دی داسې فحاشت او ګناه چې څومره خلک يې ګوري د هغو ټول په ګناه کې به دغه خپرونکی شامل وي او حتی هغه به په قبر کې پروت وي ، ګناه به ورته ليکل کيږي .

قوله تعالی : إنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (حج ۱۹)

يقيناً هغه کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کې فحشاء او ناوړه کارونه خواره کړي هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک عذاب وړ دی الله جل جلا له پوهيږي او تاسې نه پوهيږی .

«ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا».(مسلم 2674 ) .

ژباړه: او چا چې خلک د يوی ګمراهۍ او ګناه طرف ته دعوت کړل نو د دغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی د ده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ) .

د ښځو هغه تصويرونه چې مخ يې لوڅ وي او نور پټ وي او هغه چې نقاب يې اچولی وي او سترګې يې ورڅخه لوڅې وي هم جايز نه دي ځکه چې په دې فتنه ده د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ، د ټول بدن ښکلا مخ دی او د ټول مخ ښکلا سترګې دي .

الله تعالی مسلمانو ښځو ته د ټول بدن د حجاب حکم کړی دی او مسلمانانو ته حکم شوی دی چې بيګانه څخه خپل نظر وساتئ ، تفصيل

 

 

هيڅ رښتنی مسلمان دا نه غواړي چې د ده د ښځې ، مور او خور تصوير دې بل څوک وويني او ددې څخه ډیره بده وړي ، پس د نورو د ښځو د تصويرونو د نشر او خپرولو او د هغه د ليدلو څخه هم ډه ډه وکړئ ځکه دا کار ګناه او د فتنې او فساد سبب ګرځي .

څوک چې په ضعيره ګناه عادل شو هغه ته د کبيره ګناه کول آسان دي او چا ته چې د کبيره ګناه کول آسان شول هغه ته کفر هم اسان شي .

د بيګانو ښځو تصويرونو ته کتل او په دې باندې عادت کېدل آخر د لوڅو تصويرونو او فلمونو د ګتلو سبب ګرځي او دا کارونه آخر د زنا او لواط او بيا د بيګانه ښځو او سړيو سره د ارتباط او تعلق سبب ګرځي .

و جاء في فتاوي الاسلام سوال جواب :

اذا كانت الصورة للمرأة ، وكانت ستنشر في مجلة أو صحيفة أو موقع من مواقع الإنترنت ، كان الإثم أعظم ، لما في ذلك من إشاعة الفساد ونشر الفتنة ، وإن ما يوجد في كثير من المنتديات من صور للنساء لأمر يحزن له المؤمن .
ولهذا نشكر لك اهتمامك وحرصك على تحري المباح في هذا الباب ، ونسأل الله لك ولأخواتك المشاركات معك التوفيق والسداد .
والذي نراه أن تسمحي بعرض ما يلي من الصور

 

ولا يجوز نشر تلك الصور ، لا في التواقيع ، ولا في الصور الرمزية . ومَن نشرها فعليه الإثم مرتين ، إثم نشرها ، وإثم النظر إليها ، ويتحمّل إثم كل من نظر إليها .(( وفي هذا تنبيه إلى القائمين على المواقع والمنتديات ، أن آثامهم بِقَدْر عدد الناظرين إليها )) . !

ولعلك تتخيَّل كم ينظر إلى تلك الصور في مشارق الأرض وفي مغاربها ، وصاحب الموقع أو المنتدى يَجْمع تلك السيئات ، بل لعلها تجري عليه وهو في قبره إذا مات ، ولم يَتُب من نشرها ، فالمسألة ليست بسيطة كما يتصورّها بعض الناس ، بل هي مسألة عظيمة . وبِقَدْر ما تكون الفِتنة والافتِتان بالصور يَعْظُم الإثم .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟