د ښوونځي د مدیر لیک۴: ماشوم او تربور

     زموږ د پکتیا د اطرافي سیمو ځینې کورنۍ ښارونو ته کوچېدلې. د اطرافو په نسبت په ښار کې اسانتیاوې او فرصتونه ډېر وي. هغه خلک چې له کلي ښار ته مخه کوي، د ډېرو دلیل همدا اسانتیاوې او فرصتونه وي. خو یو بل دلیل چې ځینې یې پټوي او ځینې یې وايي، هغه له تربوره تېښته ده. په کلیوالي سیمو کې د تربګنیت مطلب دوښمني ده؛ نو له دوښمن سره وره په وره اوسېدل ډېر سخت کار دی، په دې خاطر ځینې خلک دومره مجبور شي، چې خپل کلی او کور پرېږدي. که ځینو نورو کلیوالو امکانات درلودلی او یا یې د پولې او پټې په څېر روزي په ښار کې پیدا کولی شوای، نو هغوۍ به هم له تربوره ګډه په سر کړې وای.

      موږ له مشرانو اورېدلي چې په وطن کې له جنګونو مخکې تربور ته د دوښمن په سترګه نه کتل کېدل؛ بلکې مرستندوی او همکار به بلل کېده. په قولبه کې به یې ورسره اشر کاوه، په شریکه به یې له غره لرګي راوړل، په مني کې به یې بامونه ورسره لېو کول، جومات به یې په شریکه اباد ساته، د کلي لارې به یې له واورو پاکولې… دا کارونه له تربور پرته ممکن نه ؤ؛ نو ځکه تربور ته مټ او وزر ویل کېده. خو جنګونو د نورو ګڼو ارزښتو په څېر، مرسته کوونکی تربور په دوښمن رابدل کړ.

     مشران دا خپل یو مسؤلیت بولي چې خپلو کشرانو ته خپل تربوران ور وپېژني او دا تربوران هم د دې لپاره نه ورپېژني چې ورسره مرسته او کومک وکړي، بلکې دوۍ ورزده کوي چې له تربورانو نفرت وکړئ او که مو وس بر شو، نو د پرمختګ مخه یې ونیسئ. د دې لپاره وخت ناوخت، خپلو کشرانو ته د تربورانو په اړه کېسې کوي؛ له خپل پلار او نیکه څخه د وخت اتل او د فلم هېرو جوړ کړي او په تربور پسې د بوزدلۍ او بېغیرتي اړوند کیسې وتړي. په وروستیو کې دا متل هم پسې وکړي: تربور د تیارې مېوږی دی؛ یا د ژمي په توده او د تربور په خوږه به نه نازېږئ. دې ته ورته کېسې د مقابل لوري څخه هم روانې وي. په دې طریقه د دواړو خواوو په کشرانو کې پر یو بل د برترۍ حس پیاوړی شي.

     هغه کورنۍ چې کوزې پښتونخوا ته مهاجرې شوې وې، وايي چې د اوسني ژوند په نسبت د مهاجرت ژوند له مینې او محبت ډک ؤ. که ځیر شو چې هلته څه و چې اوس نشته او مینه یې له منځه وړې؟ نو یو عمده لامل یې دا دی چې هلته خلک د اوس په څېر له خپلو تربورانو سره نه اوسېدل او نه پوله او پټی ؤ چې له تربور سره پرې جنجال وکړي.

     که د تربګنیت په معموله طریقه کې مشرانو کوم خیر لیدلی وي، نو ښه دا ده چې کشرانو ته یې هم وښيي. خو مالومه خبره ده چې دا طریقه په کرکه او نفرت ولاړه ده. موږ څو نسلونه په کرکو کې لوی کړل، ښه به دا وي چې راتلونکي نسل ته د کرکې پر ځای مینه ورزده کړو. ماشومان باید داسې لوی کړو چې خپله برتري د نورو په ټېټوالي  کې ونه ویني او د نورو برتري خپل ټېټوالی ونه ګڼي.

عزیز انیس

د ښوونځي مدیر

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟