دښه او غلط مجلس مثال :
عن أبی موسی الأشعري رضی الله عنه أن النبي صلی الله عليه وسلم قال اِنما مثل الجليس الصالح وجليس السوء کحال المسک ونافخ الکير فحامل المسک اِما أن يحذيک واِما أن يحرق ثابک واِما أن تجد منه ريحا منتنة ( رياض الصالحين رقم ۳۶۴ ناقلا عن البخاری ومسلم )
تر جمه : د ابو موسی اشعری (رض) نه روايت دی چه نبی صلی الله عليه السلام فرمايلی دی دښه ملګری او دبد ملګری د عطار او بټیء کښې د اور تازه کولو دپاره پوکې وهونکې ( لوهار ) پشان دی . چه دعطار )خوشبويي خرڅونکی ( په دوکان کې ناست يې نو يا خوبه در ته مفت عطر درکړی . يابه تر ينه په پيسو واخلی او يابه درباندی دهغه نه ښه خوشبویء درشي . او بټیء پوک وهونکی (لوهار ) خو به يا ستا جامی وسوځی او يا که داونه سوځی د هغه بدبويې بيا مومی . نو دغه شان که د ښه ملکری سره کيناستی يا خوبه درته هغه ښی خبري وکړی او يا به ته پخپله دهغه دنيک مجلس نه ښه اثر قبول کړی او دهغه په صفتونو کښی په رنګ شي . او دبد ملګری دناستی پاستی نه خو په ته هم په دغه بدو کارونو کښی آخته شی او که په هغی کښی اخته او ګرفتار هم نه شوی نو دهغی بد اثر خو به ضرور در رسی . او دهغه په بدو اخلاقو به ګرفتار شی . نو ځان دبدو ملګرو نه وساتیء .
دنيکانو سره تعلق ساتل پکار دی :
عن أبی سعيد الخدری رضی الله عنه النبی صلی الله عليه وسلم قال لا تصاحب الا مؤکنا ولا يأکل طعامک الا تقی ( رواه أبو داود و الترمذی باسناد لا بأس به بحواله رياض الصالحين رقم ۳۶۷ )
ژباړه : د ابو سعيد خدری رضی الله عنه نه روايت دی چې نبی عليه السلام فرمايلی دی (۱) ( ای زما امتی ) ته صرف د مسلمان سره ملګرتيا کوه . ( دکافر اوفاسق دملګرتيا نه ځان وساته که نه دهغه دوجې به په تاهم بد اثر وشی . او ايمانې رڼا به دې تيته شي ) (۲) او صرف پرهيزګار دی ستا ډوډی وخوری . ( نو چې دعوت ورکوی . نو نيکانو خلکو ته ورکوه چې نيکان خلک ستا ډوډی وخوری . نو هغوی ته چې په دغه خوراک کوم قوت او طاقت حاصل شي . اوهغوی پری بيا عبادت کوی نوپه هغې کې به ستا هم برخه وی ).
د دوو خبرو حکم :
نبی صلی الله عليه وسلام په دې حديث کې مونږ ته د دوو خبرو حکم کوی چې ته دکامل ايماندار سره تعلق ساته او بله دا چې ستا ډوډی دی تقوا دار سړی خوری په اولنیء جمله کې نبی عليه السلام ځکه دمومن دملګرتيا حکم ورکوی چې په فطری ډول مجلس اثر لری که دنيک سره کيناستی نو دهغې نيک صفات به په تاکې پيدا شي . او که دبد سره کيناستی . نو دهغه بد صفات به په تاکې پيداشي نو ځان دغلطو مجلسونونه وساتي کامياب به شیء . نن صبا چې زمونږ نوی ځوان نسل دتباهی او بربادیء طرف ته روان دی نو په دی کې دوه څېزونه کار فرمادی . يو دوالدينو غفلت او بې پروايې او دوهم د غلطو خلکو سره ناسته ولاړه .
کنعان د کافرانو په مجلس کې :
د آدم عليه السلام نه وروسته چې کله په دنيا کې شرک شروع شو نو الله تعالی دهغوی دهدايت لپاره نوح عليه السلام راوليږلو .نوح عله السلام په پيغمبرانوکې دلوی عمر خاوند وو . دشپی او ورځی يې خپل قوم ته دالله تعالی حکم بانولو خو قوم يې مخالفت کولو . آخر دالله تعالی غذاب ورته دطوفان په شکل کې راغی او ټول کافران په کې غرق شول په دی طوفان او سيلاب کې دنوح عليه السلام زوی کنعان هم غرق شو . ډير دفکر ځای دی هغه زوی چې دپيغمبر دزړه ټوټه وه هغه زوی چې دپيغمبر په کور کې پيداشوی وو . هغه زوی چې د پيغمبر دشفقت سيوری پری پروت وو . خو د دی باوجود دنوح عليه السلام دسترګو د وړاندی د جپو په ګير کې راغی . دوی ورته کتل چې په اوبو کې يې لاسونه وهل او داوبو په منځ کې ډوب شو دا وجه څه وه ؟ چې دومره د اوچت نسب باوجور هغه غرق اوتباه شو . وجه داوه چې هغه د پيغمبر زوی خو وو مګر مجلس اوناسته پاسته يې دکافرانو او مشرکانو سره وه د غلطو خلقو مجلس ورته دومره نقصان ورسولو چې د دنيانه بې ايمانه لاړو او دجهم په عذاب کې به دهميشه لپاره ګرفتار وی چې غلظ و مجلسو کې ناست وو . نو درسالت د زوی توب رشتی ورته هم فايده ونه رسوله . کله چې دغلطو خلکو د مجلس نقصانات ښکاره دی نو پکارده چې دعقل او بصيرت خاوندان دغلطو دوستانو مجلس ته شا کړی .
د منبر ګلونه