د ژوند هدف

(آيا دا ژوند په ټيټتیا کي د مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره دی،که يوه لوړ معنوي هدف ته د رسېدلو لپاره ؟)

استاد عبدالمالک همت

په ژوند کي د خلکو موخي او اهداف يو له بله توپیر کوي. د ځينو موخه داوي چي د پردو بدنامو او ظالمو غلیمانو په زور او زر او د هغو په غلامي کي پر خپلو بې وزلو او مظلومو خلکو واک وچلوي، لايې بې وزلي او مظلوم کړي او پخپله د پردو په چوپړ کي ارګاه بارګاه ، شتمني او عزت ولري. دغسی کسان اوسنۍ او راتلونکي بدنامۍ، د خلکو کرکو، په اوس او راتلونکې کي په بد نامه یادېدو او پېغور ورکولو او د آخرت سخت عذاب ته نه ګوري. دوی چي په دې لار کي هر څه کولای سي ترسره کوي يې او هر حرام او حلال کار ته لاس اچوي.

د ځينو بیا موخه داوي چي نامتو سي او هرڅوک يې وپېژني. اصلاً خو د نوم او شهرت ګټلو لپاره هلي ځلي د اسلامي شريعت له مخي ښه کار نه دی. بیا چي څوک د پردو جاسوسي سازمانونو، مرموزو لاسونو او تبلیغاتي ادارو په مټ کاذب شهرت ترلاسه کوي، دا خونو بېخي لويه بې همتي ده.

د ځينو همت بیا فقط تر دې کچي وي چي د پردو غليمانو د يو څه معاش په مقابل کي يې د هغو وسله اخيستې وی، د هغو درېشۍ يې ځان ته اچولي ، د هغو په څنګ کی ولاړ وي او خپل مسلمان او افغان ورور وژني او له دې لاري د خپل ځان او خپلو اولادونو ګېډي ډکوي.

ځيني بیا په دې دونه ارته نړۍ او په دې له ډول ډول اهدافو څخه را جوړ ژوند کي هیڅ هدف نه لري ، نه موخه پېژني او نه په دې پوهيږي چي د څه لپاره ژوند کوي. دغه کسان چي خورا ډېر هم دي په دې نړۍ کي ګرځي راګرځي ، خوري، څښي او خوب کوي، تر څو مري.

خو د ځينو هدف او غایه بيا ډېره لويه او لوړه وي. د دغسي فکر او موخي خاوندان پرله پسې هلي ځلي او کوښښونه کوي چي د يوه رښتيني او باشخصیته مسلمان په توګه د خدای دین، خلکو او هيواد ته په رشتیني خدمت کولو او قربانيو او سرښندنو سره  یوازي او يوازی د لوی څښتن جل جلاله رضا او د هغې دنیا ښې او ښادۍ ترلاسه کړي. دغسي خلک نه د شتمنۍ او امتياز پروا لري، نه شهرت او جاه وجلال غواړی او د غليمانو مرييتوب خو په مرګ هم نه قبلوی.

هم قرآن او هم ژوند ښوولې ده چي دغسي خلک هم په دې دنیا د عزت خاوندان وي او هم په هغه دنيا په جنت کي د لوی څښتن له مقربو بنده ګانو څخه وي.

د دغسي خلکو همت لوړ وي، موخه او هدف يې غټ او ستر ټاکلی وي، په ټيټتیا، کوچنيو کارونو او د اغیارو مزدورۍ او بې همتۍ ته هیځکله تن نه ورکوي او په جنت فردوس کي د لوړو درجو غوښتونکی وي. حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته وويل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم زما مور او پلار دي تر تا قربان سي زما خبره په دې کي نه ده چي څوک د جنت د دغو دروازو له يوې څخه ور وغوښتل سي. ته دا راته ووايه چي داسي څوک به هم وي چي د جنت له دغو ټولو دروازو څخه ور وغوښتل سی؟ هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هو ! او زه هیله من یم چي ته به هم له دغو کسانو څخه یې. (د بخاري او مسلم د حدیث د یوې برخي ژباړه).

اوس نو اې دروند  لوستونکې! ته د خپل ځان سره فکر وکړه چي ته له کومو کسانو څخه يې؟ او په ژوند کي دي موخه او هدف څه دی؟ او د څه لپاره ژوند کوې؟

په ژوند کي ستا د موخي او هدف په کچه ستا قدر او قېمت او په ټولنه کي ستا ځای او ارزښت ټاکل کيږي. څوک چي کوچنی او ټيټ او حقير او ناولی هدف ولري، ټيټ او حقیر به اوسي او په همدې ټيټتیا او ناولتیا کي به مري. خو څوک چي د لوړ او ښه هدف خاوند وي، ستر سړی به وی او په سترتوب او عزت کی به مري. همدغسي به په هغه دنيا کي هم ستا د موخي او هدف او رشتينولۍ  په کچه  ستا قدر او ځای ټاکل کيږي.

ابن قیم رحمه الله وايي: له شيخ الاسلام ابن تيمیه رحمه الله څخه مي اورېدلي دي چي ويل يې: عام خلک وايي: د هرچا قدر او ارزښت د هغه څه په کچه دی چي خوښوي يې. او خاصان بیا وايي: د هرچا قدر او ارزښت د هغه څه په کچه دی چي غواړي يې. یعني: د سړي قدر او قېمت د هغه د همت او موخي او غوښتني په اندازه دی. (مدارج السالكين، ۳ /۳ مخ).

دلته يوه خبره ده. دا هر څه د انسان د ارادې او غوښتني په ضعف او قوت اړه لري. د ارادې او غوښتني ضعف د زړه د ژوندانه د ضعف له امله وي. هر څونه چي د یو چا زړه قوي وي، په هماغه کچه يې همت لوړ او اراده او مينه او غوښتنه يې پیاوړې وي او ور سره سم يې ژوند هم هغومره سپېڅلی او پاک وی. په ژوند کي تر ټولو خسيس سړی هغه دی چي د ټيټ او خسيس همت څښتن وي او د ډېري کوچنۍ او ضعیفي ارادې، هيلي او ميني او غوښتني خاوند وي. تر داسي خلکو نو د څارويو ژوند ډېر ښه دی.

ښه ، ځيني خلک دي چي د ځان لپاره يې ښکلی او سپېڅلی هدف ټاکلی وی او خبري هم له لوړ همت او لویو موخو او اهدافو څخه کوي، خو په عمل او د قربانۍ په ډګر کي صفر وي. نو دا هم بسنه نه کوي چي يو چا په ظاهره  ښه او لوړ هدف په مخ کي ايښی وي، خو هغه ته د رسېدو لپاره پر ځان هيڅ زحمت او خواري نه راولي او د خپل هدف او موخي د تحقق په لار کي هیڅ قرباني نه ورکوي.

په دې هکله راځئ د حرام بن ملحان رضي الله عنه ـــ چي يو انصاري صحابي ووـــ کيسې ته پام وکړو. دغه صحابي د بدر او احد په دواړو غزاوو کي برخه اخيستې وه. یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه د اویا تنو ځوانانو په ډله کي بنو عامرو ته ولېږی، څو د اسلام مقدس دين ورته بیان کړي. نو کله چي هغوی بئر معونة نومي ځای ته ورسېدل. حرام بن ملحان رضي الله عنه خلکو ته ناري کړه چي زه تاسي ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د استازی په توګه راغلی یم او يو خبر درته رسوم، ځکه نو ماته امان راکړئ چي درسم او خبري درسره وکړم. هغو امان ورکړ ، نو هغه د دغو خلکو د مشر عامر بن الطفيل په وړاندي ودرېدی. په داسي حال کي چي قرآن کریم يې ورته وایه، هغو ته يې د خدای لور ته بلنه ورکړه او د خدای د رسول صلی الله علیه وسلم پیغام يې ورته بیان کړ. دغه مهال یو سړی د هغه ترشاورغی او د دغه کافر په اشاره يې د شا له خوا په نېزه وواهه. کله چي هغه د نېزې د ټپ تودوښه احساس کړه او پوه سو چي وروستۍ سلګۍ يې دي ويې ويل:”د کعبې په رب مي دي قسم وي چی خپلي موخي ته ورسېدلم“ .

دلته خبره داده چي هغه خو يې وواژه ، بیا نو هغه څنګه خپلي موخي ته ورسېدی؟ هغه ته اسلام ورښوولې وه چي له ژوند څخه اصلي هدف او موخه د خدای تعالی رضا او د جنت ښو او ښاديو ته رسېده دی. نو څنګه چي هغه د لوی څښتن د دین د بیانولو په لار کي ووژل سو، نو هغه په دې ډاډه سو چي هغه هدف ته چي جنت ته رسېده وه ورسېدی او په دې کي کامیاب سو. او هغه څه چي يې غوښتل ور په برخه يې سول، که يې څه هم بیه د ده ژوند وو.

نو له دې څخه معلومه سوه چي یوازي ښه او لوړ هدف په مخ کی ايښوول بسنه نه کوي، بلکي زیار، کړاوونه ګالل، او سرښندنه هم غواړي.

هر څونه چي دي هدف لوړ او هغه ته د رسېدو لپاره ستا هلي ځلي، زیارونه او کړاوونه زیات او په اخلاص او رشتينولي وي، په هغه اندازه يې اجر او بدله درکول کيږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:« إن المعونة تأتي من الله للعبد على قدر المؤنة».

ژباړه: د بنده سره د لوی څښتن جل جلاله له خوا مرسته او توفیق د هغه د زیار، سختيو ګاللو، صدق او اخلاص په اندازه کيږي. (د بیهقي شعب الایمان، ۹۹۵۶ شمېره حدیث. دغه حديث د احادیثو نامتو کره کوونکي علامه الباني په خپل صحيح وضعيف الجامع الصغيرکي صحيح بللی دی).

په ژوندانه کي د يوه مسلمان موخي باید په دې ډول وي:

تر هر څه دمخه باید په علم او پوهه باندي د ځان د ښه سمبالولو کوښښ وکړي. بیا باید د علم او پوهي په ګېڼه باندي د نورو د سمبالولو کوښښ وکړي او په هيواد کي د جهل او ناپوهۍ دا توري لوخړي باید د علم په رڼا او دعوت الی الله له منځه يوسي.

خپله کورنۍ باید د اسلام د سپېڅلي دين د بنسټونو سره سمه جوړه کړي، خپل اولادونه په اسلام او علم او پوهه داسي ښه سمبال کړي چي د اسلام، خلکو او هيواد خدمتګاران، ستر سړي او ښه پوهان ځني جوړ سي.

په هر څه او هرځای کي د خدای د دین د نصرت او د الله د کلمې د لوړتيا په موخه کاروکړي او په دې لاره کي له هيڅ ډول تاوان او کړاوه ونه ډاريږي. البته له دې ټولو چارو څخه يې لویه او بنسټيزه موخه جنت ته ننوتل او د خدای ديدار وي.

نسأل الله الجنة ونعوذ بالله من النار، وصلى الله وسلم وبارك على محمد وعلى آله وصحبه وسلم.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟