د ډيموکراسۍ اصلي څهره (تعريف او پيژندنه)

د ديموکراسۍ تعريف؟

ديموکراسي څه شی ده ؟

زمونږ عادت دا دی واقعاً چې دا يو ښه عادت دی چې دا حرص او علاقه لرو څو هغه کلمات چې عربي نه وي اصلي معنی يې وپيژنو او د هغې کلمې د را وتلو اصلي ځای وپيژنو تر څو مونږ د هغو ژباړونکو په دوکه او فريب کې اخته نشو چې د خپل هوا ، شهوت او شبهې له مخې يې د اجنبي (پرديو) اصطلاحاتو د معنی تحريف کړی وي او بيا يې خلکو ته د دوکې او فريب په جامه کې وړاندې کړي وي چې د خاصو کسانو پرته له نورو خلکو څخه يې معنی پټه وي او ډير کم ورباندې پوهيږي ددې لپاره تر څو دغه اجنبي (پردي)اصطلاحات په مسلمانانو کې رواج کړي.

نو اصل د دغه کلمې څه دی او حقيقې معنی يې څه ده ؟

په قاموسونو او کتابونو کې مې چې لټون وکړ نو زياتو مراجعو کې راغلی وو چې ديموکراسۍ اصلاً يوناني کلمه ده چې له دوو برخو جوړه شوې :

اول : ديموس په معنې د خلکو او يا ملت

دوهم : کراتوس ، حکم يا حکومت[1]

نو ديموکراسي له دوو کلمو څخه جوړه شوې (خلک او حکومت ) يعنې د خلکو حکومت ، يعنې ديموکراسي داسې يو سلطنت او حکومت دی چې په هغه کې د شرع او قانون جوړولو حق خلکو او يا ملت يا د خلکو اکثريت لره دی .

 

ديموکراسي د پرون او نن تر منځ

کله چې د خلکو حکم د خلکو لپاره شو نو دا يې ستر  خصيصوالی او بدوالی دی کوم چې ديموکراتان يې يادوي ، پخوانی او اوسنی تاريخ په دې باندې دلالت کوي چې دغه پورته بيان شوی خصيص عمل هيڅکله د ديموکراسۍ په تاريخ کې نه دی عملي شوی بلکي د ديموکراسۍ نظام هميشه طبقاتي پاتې شوی دی ، چې ټولنه يوازې د يوې طبقې په واک او انحصار (محاصره) کې پاتې شوې ده .

په پخواني عصر کې : د يونانيانو په نزد – د قوم مشران ، ملکان او اشرافو د حکومت ، سلطنت او قانون جوړولو صلاحيت لرلو او ددې څخه پرته اکثريت خلکو د هيڅ شي واک نه لرلو [2].

په اوس عصر کې : مالداره خلک د واک ، حکم او سطلنت ، قانون او ارادې خاوندان دي هغه کسان چې ګوندونه لري ، مالي ، تبليغاتي او نور وسائل لري ، يعنې واک او سلطنت او قانون جوړول د مالدارې او کپيټليزم طبقې په واک او اختيار کې دی او نور خلک ددې هيڅ واک نلري [3].

نو واضح شوه چې ديموکراسي د خلکو او ملت حکومت نه دی بلکي دا د يوې وړې طبقې چې (مالدار او بدمعاشان دي) حکومت او سلطنت دی او څنګه چې د ديموکراسۍ تعريف دی او د ډيرو خلکو ګمان دی د خلکو او ملت يا اکثريت حکومت نه دی.

[1] – کچېرې غواړئ په دې باره کې نور معلومات تر لاسه کړی نو «الديمقراطية و موقف الاسلام منها » کتاب صفحه ۱۷ ولولئ او همدارنګه څيړونکې د ديموکراسۍ پيژندلو په اړه نور مراجح هم ذکر کړي دي .

[2] – وګورئ «المبادئ الاساسي في القانون الدستوري » ص ۱۴۹ .

[3] – وګورئ «الحرية رأي » ص ۸۹ .

[1] – کچېرې غواړئ په دې باره کې نور معلومات تر لاسه کړی نو «الديمقراطية و موقف الاسلام منها » کتاب صفحه ۱۷ ولولئ او همدارنګه څيړونکې د ديموکراسۍ پيژندلو په اړه نور مراجح هم ذکر کړي دي .

[2] – وګورئ «المبادئ الاساسي في القانون الدستوري » ص ۱۴۹ .

[3] – وګورئ «الحرية رأي » ص ۸۹ .

نوټ..
ضرور ئي شير کړئ مننه .

مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!

 

يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ

   ❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀

   ❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍

*******************************************************

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ

له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219

د واټس آپ شمېره:  WhatsApp: +93 747 162 162

*******************************************************

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

*******************************************************

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************************************************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟