د ډاکټر ذاکر نايک او د هغه د اسلامې هلو ځلو په هکله ستاسې نظر څه دی ؟

د آنلاین اسلامی لارښود و محترمو کارکونکو ته یو ځل بیا اسلام علیکم!
محترمینو!
ستاسو ښه او مسند معلومات انشاالله د ټولو هغو وروڼو په ژوند کی د ښیګڼو سبب ګرزی کم چی ستاسو دا په زړه پوری پاڼه ګوری. خدای ج دی تاسو ته اجرونه درکړی.

زه غواړم چی تاسی موږ ته د پیس ټی وی او خپله شخص داکټر ذاکر عبدالکریم نایک صاحب او دد د اسلامی هڅو په هکله خپل نظر راته و وایاست. مننه

 

ډاکټر عبدالکريم نايک په ۱۹۶۵ کال کې په هند کې زږيدلې دی او د بمبۍ د طب له څانکې څخه فارغ شوی دی چې اصلاً يو جراح ډاکټر دی ، هغه د خپلې دندې تر څنګ اسلامې دعوت پيل کړ او وروسته يې خپله دنده پريښوده او ټول وخت يې د اسلامې دعوت د هلو ځلو لپاره وقف کړ .

ډاکټر نايک د هند اسلامې څيړنو مرکز ريس او د پيس تي وي مسئول دي .

دا عالم پدې توانېدلې چې د ګردې نړۍ د هغو بېځايه نيوكو ځواب ووايي، چې دوي يې د اسلام په سپېڅلي دين، اسلامي شخصيتونو او د شريعت په اړه كوي، په مستند ډول ځواب ووايي.

د يوويشتمې پېړۍ نامتو اسلامپوه، او د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېزونكې علامه ډاكټر ذاكر ناېك چې په ځوانه ځوانۍ كې يې د ټولې نړۍ بېلارې اديانو لارويان چلېنچ كړي دي، خو د ځواب ويلو لپاره يې څوك تر دې مهاله ندې راوړاندې شوې، ان تردې چې په (۲۰۰۷) كال کې كله چې د عيسويانو مذهبي پلار (پاپ بنډي كېټ) د اسلام سپېڅلي دين او محمد صلى الله عليه وسلم په اړه له زهرو ډكه وينا وكړه، نو همدغه ځوان ؤ، چې هغه ته يې چېلېنج وركړ، مګر دده له پوهې او هوښيارۍ څخه په ډار سره پاپ دېته تيار نشو چې له ده سره مناظره وكړي.

 

 

لنډ داچې ډاکټر نايک د الله تعالی په فضل او توفيق د زرګونو کافرانو او ګمراه خلکو د هدايت سبب شوی دی نو څوک به تر هغه ښه سړی وي کوم د هغه د لاس نه يو کس هدايت ومومي .

ځنې کسان د هغه په هکله وايي هغې مدرسه نه ده لوستې ديني عالم نه دي او ډير وخت په مناقشو تيروي .

ددې کسانو د قناعت حاصلولو د پاره بايد ووايم چه :

له بده مرغه نن ځنې مسلمانان د کفارو د اسلام ضد تبليغاتو تر تأثير لاندې راغلی دی د کفارو د اسلام ضد سترو تبليغاتو څخه يو دا دی چې بايد مسلمان ډاکټر ، انجنير او ساينس پوه په دين کې مداخله و نه کړي او همدارنګه ديني عالم به په سياست او ساينس کې ګوتې نه وهي تر څو مسلمانان همداسې بې خبره او شاته پاتي وي .

هر څوک حق او حتی پوره مسئوليت لري چې خپل استعداد د حق په لار کې مصرف کړي دا مشخص د څو کسانو دين نه دی بلکي د ټول بشريت د پاره را ليږل شوي دين دی .

داسې علم به څه کټه ولري چې د قبر د خاورو د پاره ساتل شوی وي !!!

داسې علم به څه ګټه ولري چې هغه تر دنيا او قدرت حاصلولو جار شوی وي !!!

داسې علم به څه ګټه ولري چې په هغه کې د خدای ويره ، احساس او پر مخلوق رحم او شفقت نه وي تر څو هغوی ته الهي دين ور سوي  !!!

 

الله تعالی دې ټول هغه کسان هر چيرې چې وي کامياب او سرلوړې لري چې د الله د دين د نصرت د پاره يې ملا تړلې وي الله تعالی د دوی ناصر او مدد ګار شي

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.