السلام علیکم ورحمة الله وبرکات
مهربانی وکړی لاندی پوښتنی ته ځواب ورکړی.
دلته اروپا کی کی د ژمي ورځي ډیری لنډی وی او نشم کولای چی د ماسپيښين مازدیګر و ماښام لمونځونه په وخت سره وکړم:. اېا ماته اجازه شته چی ماسختن یی يوځآي ادا کم
طارق – لندن انګليستان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د لمانځه د شروطو څخه يو شرط وخت دی چې پنځه لمونځونه په پنځو وختونو (سهار ، ماسپخين ، مازديګر ، ماښام او ماسختن) کې فرض دي .
هر لمونځ به پخپل وخت کې تر سره کيږي کچېرې د خپل څخه وړاندې يا وروسته شي لمونځ نه صحي کيږي ، او يا دا چې څوک د شرعي عذر پرته د دريو وختونو لمونځونه په يو وخت وکړي نه صحي کيږي ځکه د هر لمونځ په خپل وخت کې کول فرض دي .
لقوله سبحانه وتعالی :[ إن الصلاة كانت على المؤمنين كتاباً موقوتاً ] (النساء:۱۰۳/۴).
ژباړه :يقيناً چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو وختونو کې.
او د تاسې او په بهر ټولو ميشتو افغانانو ته مو دا نصيحت دی چې پنځه وخته لمونځ په جومات کې ادا کړئ .
ځکه جومات د اسلام له شعائرو څخه دی په غير مسلم هيواد کې د شعائر الله سره د زړه علاقه د سړي ايمان تازه ساتي .
په لندن کې د «ابوبکر صديق رضی الله عنه ) په نوم د افغانانو جامع جومات شتون لري .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب