د ځينې شيانو سپره والی او بد ګڼل څه اصل نه لري

سلام داسلامی لارښود چلونکو استادانو ته! زما پوښتنه دا چی زمونږ په ټولنه ځینی خبری خلک کوی خو په ځانګړی توګه زړې ښځې وایی که داسی وکړی نو بیا به داسی وشی لکه چی وایی چی د شپی د ژاولو ژول داسی دی لکه د مور او پلار غوښی چی خوری او دی ته ورته ډیری خبری شته که تاسو بشپړ ځواب راکړی چی دا رشتیا وایی که دروغ ستاسو ځواب په هیله

جاوید خوست ولایت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دغو شيانو ته توهم پرستي يا سپره والی وايي په اسلام کې ددې هيڅ اصل نشته .

د توهم پرستی څو مثالونه دا دي :

د شپې جارو وهل ، د چهارشنبې په ورځ د نوکانو پرېکول ، د شپې لخوا د نوکانو پرېکول ، په يوه ورځ د ويښتانو او نوکانو پرېکول ، په يوه ورځ د پښو او لاسونو د نوکانو پرېکول ، د نوکانو پرې کول په کوټه يا اتاق کې او نور ښه نه بولي دوی وايي چې داسې کول نستي او د رزق تنګي راولي .

همدارنګه د دوو اخترونو په مينځ کې نکاح کول او داسې نور بد او سپره ګني .

دا هر څه غلط دي دا محض توهمات دي په شريعت کې ددې هيڅ اصل نشته (حنفي فقه ابوالمختار ج۱ ص ۱۵۸ – فتاوي يوسفيه ج ۱ ص ۳۶۲ ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟