وزير الشاب الأمريکي (يوشع ايفانز) يصبح داعية الاسلام
American minister of youth converted to islam
يوشع ايوانز (Joshua Evans) هغه امريکايي ځوان دی چې الله تعالی خاص ذکاوت ورکړی دی هغه پخوا مسلمان شوی دی ، دا چې اوس مهال په غرب کې له مشهورو اسلامي داعيانو څخه دی نو پيژندل يې اهم دي.
يوشع د اسلام څخه پخوا مسيحي مذهبه او په يو مسيحي کورنۍ کې زږيدلی دی ، د علم نفس متخصص دی ، د اسلام راوړلو مخکې يې د انجيل کتاب پاڼه په پاڼه لوستلی او په هغه کې يې زياتې خطاوې ، تحريفات او تناقضات درک کړل .
هغه وايي : زه ډير دې خبرې حيران کړلم چې په دغه کتاب کې مې د پيغمبرانو په اړه ډير بد غير اخلاقي شيان لکه : نيشه ، زنا ، خيانت او نور اتهامات ولوستل هغه پيغمبران چې په ټول عالم کې غوره اشخاص بلل کيږي .
همداسې مې د نورو اديانو کتابونه هم ولوستل مګر حقيقت مې پکې ونه موند .
بلاخره د الهي معجز کلام قرآنکريم سره مخ کيږي او د هغه لوستل پيل کوي او د الهي وحی په ذوق او شوق کې ډوبيږي …
په يوه شپه کې نيم قرآن له ژباړې سره لولي او په دغه قرآن کې د بې بې مريم او د هغه د زوی عيسی عليهم السلام غوره صفت لولي .
يوشع وايي : د دغه شپې خوند مې په ټول ژوند کې نه دی ليدلی .
او وروسته ټول قرآن د ژباړې سره په دريو ورځو کې لولي او وروسته شهادتين ادا کوي او د اسلام راوړلو اعلان کوي .
بيا د هغو ميليونونو کسانو په حال ډير ډير ژاړي کوم د ده د پخواني حالت په څير دي او بيا خپل ځان د دعوت الی الله لپاره چمتو کوي او اوس مهال هغه د سترو اسلامي دعوتګرو څخه دی ،
چې غواړي خلک د کفر له تيارو څخه د ايمان نور ته راوبولي .